Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ نو داریوش پاچا یو فرمان ورکړ چې شاهي سندونه دې د بابل په ارشیف کې ولټول شي. ۲ خو د اکباتان د ښار په بالاحصار کې چې د ماد په ولایت کې ؤ یو طومار وموندل شو چې په هغه کې داسې لیکل شوي وو:
۶ نو داریوش پاچا دا لاندې ځواب ولېږه:
۱۳ نو څنګه چې پاچا حکم کړی ؤ، تتنای والي، شتار بوزنای او د هغو ملګرو مامورینو کټ مټ هماغسې وکړل. ۱۴ د یهودیانو مشرانو د خدای د کور په جوړولو کې ښه پرمخ تګ وکړ، ځکه چې حجي او د عیدو زوی زکریا چې نبیان وو، هغوی یې د دې کار دپاره هڅول. هغوی د اسراییلو د خدای د حکم سره سم او د فارس د پاچاهانو کوروش، داریوش او د ارتخششتا د فرمان له مخې د خدای د کور کار سرته ورساوه. ۱۵ هغوی د داریوش د امپراتورۍ په شپږم کال د ادار د میاشتې په درېمه ورځ د خدای د دې کور کار پای ته ورساوه. ۱۶ د اسراییلو خلکو یعنې کاهنانو، لاویانو او هغو نورو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، په خوشحالۍ سره د خدای د دې د کور د وقف کېدلو جشن ولمانځه. ۱۷ هغوی د وقف کېدنې دپاره سل غویان، دوه سوه پسونه او څلور سوه وري قرباني کړل او دولس وزان یې د ټولو اسراییلو د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړل یعنې د هرې قبیلې په سر یو یو وز. ۱۸ هغوی د موسی د تورات د لارښوونو سره سم په اورشلیم کې د خدای د خدمت دپاره د کاهنانو او لاویانو ډلې وټاکلې.
۱۹ هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ یې د فسحې اختر ولمانځه. ۲۰ ټولو کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او د مذهبي دود او دستور له مخې پاک شول. لاویانو د هغو ټولو خلکو دپاره چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، د نورو کاهنانو او ځانونو دپاره د فسحې د قربانیو وري حلال کړل. ۲۱ دا قربانۍ هغو اسراییلیانو وخوړلې چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو او هغو ګاونډیانو هم وخوړلې چې د دې هېواد د نورو ناپاکو قومونو د ګناه څخه ډک رواجونه یې پریښي وو، د دې دپاره چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي. ۲۲ هغوی اووه ورځې د فطیرې ډوډۍ اختر په خوشحالۍ سره ولمانځه. د هغوی زړونه د خوشحالیو نه ډک وو، ځکه چې څښتن د آشور پاچا په هغوی باندې مهربانه کړی ؤ او د هغوی سره یې د اسراییلو د خدای د کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړه.