0:00 / 0:00

د حضرت عزرا کِتاب

درېم باب

د عبادت بيا شروع کېدل

۱په اوومه مياشت کښې ټول بنى اِسرائيل په خپلو خپلو ښارونو کښې دېره شول. بيا هغوئ ټول په يروشلم کښې په اتفاق سره راغونډ شول، ۲او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو. ۳اګر چې د جلاوطنۍ نه واپس راتلونکى کسان بيا هم د هغه خلقو نه يرېدل کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل، هغوئ قربان‌ګاه په هغه ځائ کښې بيا جوړه کړه چرته چې مخکښې ولاړه وه. بيا هغوئ يو ځل بيا په هغې باندې د هر سحر او هر ماښام نذرانې سوزول شروع کړل. ۴هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې، ۵او د دې نه علاوه هغوئ د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې هم پېش کولې او هغه نذرانې يې هم پېش کولې چې د نوې مياشتې په اختر او په کلنى اخترونو کښې پېش کېدلې چې په دې اخترونو کښې به د مالِک خُدائ عبادت کېدلو، او هم داسې هغه ټولې نذرانې هم پېش کېدلې کومې چې مالِک خُدائ ته په رضاکارانه توګه ورکولے شوې. ۶اګر چې خلقو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د کور بنياد جوړول هم شروع کړى نۀ وُو، خو هغوئ د اوومې مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ ته قربانۍ سوزول شروع کړل.

د مالِک خُدائ کور دوباره جوړول

۷خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل. ۸د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول. ۹ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمى‌اېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو. ۱۰کله چې ګِلکارانو د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودل شروع کړل، نو اِمامان په خپلو ځايونو باندې ولاړ وُو، چُوغې يې اغوستې وې او بيګل د هغوئ په لاسونو کښې وُو او د آسف د قبېلې ليويان د چمټو سره هلته ولاړ وُو. هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت د هغه اصُولو په مطابق کولو کوم اصُول چې داؤد بادشاه ښودلى وُو. ۱۱هغوئ وار په وار د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ”مالِک خُدائ مهربان دے او د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د همېشه دپاره ده.“ هر چا به په اوچت آواز سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو، ځکه چې د مالِک خُدائ د کور د بنياد کار شروع شوے وو. ۱۲چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې. ۱۳څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.