Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۲ دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه.
دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
۲۱-۳۵ هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول:
۳۶-۳۹ دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۴۰-۴۲ د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۴۳-۵۴ د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
۵۵-۵۷ د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.
۵۸ د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
۵۹-۶۰ شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
۶۱-۶۲ د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۳ د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
۶۴-۶۷ د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:
۶۸ کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو رضاکارانه نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي. ۶۹ هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلوګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.
۷۰ کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه اوسېدلي وو.