د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د حزقى‌ايل د يروشلم د محاصرې نقشه جوړول

۱”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه. ۲نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه. ۳بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى. ۴نو بيا په ګس اړخ څمله او د بنى اِسرائيلو ګناهونه په خپل ځان باندې انبار کړه. نو څومره ورځې چې هغوئ ګناه کړې وى د هم هغه ورځو په اندازه په يو اړخ باندې څمله. ۵نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې. ۶د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه. ۷نو بيا خپل مخ د يروشلم د محاصرې طرف ته راوګرځوه او په بربنډو لاسونو د هغې خلاف پېشګوئې وکړه. ۸زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى. ۹غنم او اوربشې، لوبيا او دال، غوښت او جمدر واخله. او هغه په چاټۍ کښې واچوه او ځان دپاره ترې نه روټۍ جوړوه. دا چې تۀ د لس کم څلورو سوو ورځو دپاره په يو اړخ پروت يې نو په دې دوران کښې د خوراک دپاره استعمالوه. ۱۰‏-۱۱تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې. ۱۲تۀ دا روټۍ لکه د اوربشو د روټۍ په شان پخوه. کله چې دا روټۍ پخوې نو د خلقو په مخامخ يې د انسان په اوچو غُلو پخه کړه.“ ۱۳مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”نو په دې طريقې سره به اِسرائيليان ناپاکه روټۍ د هغه قومونو په مينځ کښې وخورى چرته چې زۀ دوئ شړم.“ ۱۴خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“ ۱۵”ډېر ښۀ،“ هغۀ وفرمائيل، ”ښه نو د انسان د غُلو په ځائ خپله روټۍ د غواګانو په سپياکو پخه کړه.“ ۱۶نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى. ۱۷ځکه چې خوراک او اوبۀ به په کمېدو وى او هغوئ به د يو بل د شکل نه يريږى، او د خپلې ګناه د سزا د لاندې به د لوږې نه مانده شى.“