Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپلو خلکو ته ووایه: ‹که چېرې زه په یو هېواد باندې جنګ راولم او د هغه هېواد خلک د خپل منځ څخه یو کس د پهرهدار په توګه وټاکي، ۳ کله چې هغه وویني چې دښمن راروان دی، نو هغه به سرنی ووهي چې خلک خبر کړي. ۴ که څوک د سرني اواز واوري او هېڅ پام ورته ونه کړي او دښمن راشي او هغه ووژني، نو خون به یې په خپله غاړه وي. ۵ ځکه چې هغه د سرني اواز واورېد، خو پام یې ورته ونه کړ، نو خون به یې په خپله غاړه وي. که چېرې هغه پام کړی وای، نو کولای یې شول چې خپل ځان وژغوري. ۶ خو که هغه پهرهدار وګوري چې دښمن راروان دی او سرنی ونه وهي چې خلک خبر شي، نو دښمن به راشي او ځینې ګناهکاران به ووژني، خو زه به هغه پهرهدار د هغوی د مرګ مسوول وګڼم.›
۷ نو اوس ای فاني انسانه، ته مې د اسراییلو د قوم دپاره پهرهدار ټاکلی یې. زه چې تاته کوم خبرداری درکوم باید هغوی ته یې ورسوې. ۸ که زه یو بدکاره انسان ته خبرداری ورکړم چې هرومرو مړ کیږي او ته زما خبرداری هغه ته ونه رسوې او ورته ونه وایې چې د خپلو بدو کارونو څخه توبه وباسي، نو هغه به د خپلې ګناه له امله مړ شي، خو تا به د هغه د مړینې مسوول وګڼم. ۹ که چېرې ته هغه بدکاره انسان ته خبرداری ورکړې او هغه د خپلې ګناه نه لاس وانخلي، نو هغه به ګناهکار مړ شي، خو تا به د مرګ څخه خپل ځان ژغورلی وي.»
۱۰ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، اسراییلیانو ته ووایه چې تاسو داسې وایئ: ‹په مونږ باندې د خپلو سرکښیو او ګناهونو دروند بار پروت دی او مونږ یې کمزوري او ناتوانه کړي یو. نو مونږ به څنګه ژوندي پاتې شو؟› ۱۱ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم چې زه د ګناهکار انسان په مرګ باندې نه خوشحالېږم، بلکې په دې خوشحالېږم چې هغه ګناه پرېږدي او ژوندی پاتې شي. ای اسراییلو، خپل بد کارونه پرېږدئ. تاسو ولې غواړئ چې مړه شئ؟›
۱۲ نو ای فاني انسانه، اسراییلیانو ته ووایه کله چې یو نېک انسان ګناه وکړي، نو هغه چې کوم ښه کارونه کړي دي د هغو په سبب به د هغه ژوند ونه ژغورل شي. که یو بدعمله انسان د خپلو بدو نه لاس واخلي، نو هغه ته به سزا نه ورکول کیږي او که چېرې یو نېک انسان په ګناه کولو باندې پیل وکړي، نو هغه به د خپلو پخوانیو نېکو کارونو په خاطر ژوندی پاتې نه شي. ۱۳ فرض کړئ چې زه د کوم نېک انسان سره وعده وکړم چې هغه به ژوندی پاتې شي، خو هغه په بدۍ کولو پیل وکړي او په دې فکر کې وي چې کوم نېک کارونه هغه مخکې کړي دي، د هغو په سبب به د هغه ژوند وژغورل شي، نو زه به د هغه نېک کارونه هېر کړم او هغه به د خپلو بدو کارونو له امله مړ شي. ۱۴ فرض کړئ چې زه یو بدکاره انسان ته خبرداری ورکړم چې هغه به خامخا د خپلو ګناهونو په سبب مړ شي. خو که هغه ګناه کول پرېږدي او سم او نېک کارونه وکړي، ۱۵ د مثال په ډول که چېرې هغه د ضمانت په توګه پور اخیستی وي او هغه بېرته ورکړي، یا هغه کوم شی غلا کړی وي او هغه بېرته ورکړي، د بدۍ نه لاس واخلي او د هغو قوانینو پیروي وکړي چې ژوندون ورکوي، نو هغه به نه مړ کیږي، بلکې ژوندی به پاتې شي. ۱۶ هغه چې کومه ګناه کړې ده، هغه به ورته یاده نه کړم او هغه به خامخا ژوندی پاتې شي، ځکه چې سم او نېک کارونه یې کړي دي.
۱۷ خو ستا خلک وایي چې د څښتن لاره عادلانه نه ده! نه، د هغوی لاره عادلانه نه ده. ۱۸ کله چې یو نېک انسان د ښو کارونو نه لاس واخلي او بد کارونه پیل کړي، نو د هغو په سبب به هغه مړ شي. ۱۹ کله چې کوم بدکاره انسان د ګناه نه لاس واخلي او عادلانه او نېک کارونه پیل کړي، نو هغه به ژوندی پاتې شي. ۲۰ خو ای اسراییلو، تاسو وایئ چې د څښتن لاره عادلانه نه ده. زه به تاسو هر یو ستاسو د عمل سره سم محاکمه کړم.»
۲۱ زمونږ د جلاوطنۍ د دولسم کال د لسمې میاشتې په پنځمه ورځ یو سړی چې د اورشلیم نه راتښتېدلی ؤ، راغی او ماته یې وویل: «ښار سقوط کړی دی.» ۲۲ نو د ماښام په وخت کې مخکې له دې چې هغه سړی راشي، ما د څښتن قدرتمند حضور حس کړ. دا سړی د سهار په وخت راغی، خو د دې سړي د رارسېدلو څخه مخکې څښتن ماته بېرته د خبرو کولو توان راکړی ؤ.
۲۳ څښتن ماته وویل: ۲۴ «ای فاني انسانه، کوم خلک چې د اسراییلو په وران شویو ښارونو کې اوسیږي، هغوی وایي: ‹ابراهیم یوازې یو سړی ؤ او هغه ته ټول وطن ورکړل شو. نو څنګه چې زمونږ شمېر زیات دی، نو دا وطن باید زمونږ وي.›
۲۵ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم: ‹تاسو داسې غوښه خورئ چې وینه لا په کې وي. تاسو د بتانو عبادت او قتلونه کوئ. نو بیا څنګه داسې فکر کوئ چې دا وطن ستاسو دی؟ ۲۶ تاسو په خپلو تورو باندې زړه تړلی دی. ستاسو عملونه د کرکې وړ دي. تاسو ټول د خپلو ګاونډیو د ښځو سره زنا کوئ. بیا څنګه داسې فکر کوئ چې دا وطن ستاسو دی؟›
۲۷ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم: ‹زه په خپل ذات باندې قسم خورم، هغه خلک چې په ورانو ښارونو کې اوسیږي، هغوی به په جنګ کې ووژل شي. کوم خلک چې په صحرا کې اوسیږي، نو ځنګلي حیوانات به پرېږدم چې هغوی وخوري. کوم خلک چې په غرونو او غارونو کې اوسیږي، هغوی به د وبا له لاسه مړه شي. ۲۸ زه به دا وطن وران او ویجاړ کړم او د هغوی هغه قدرت به له منځه لاړ شي چې هغوی ورباندې مغروره وو. د اسراییلو غرونه به داسې وران شي چې هېڅوک به ورباندې تګ او راتګ نه کوي. ۲۹ کله چې زه خلکو ته د هغوی د کرکې وړ کارونو په سبب سزا ورکړم او هغه وطن وران او ویجاړ کړم، نو بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.›»
۳۰ څښتن وویل: «ای فاني انسانه، کله چې خلک د ښار د دېوالونو او د خپلو کورونو په دروازو کې سره راټولیږي، نو ستا په هکله خبرې کوي. هغوی یو بل ته وایي: ‹راځئ چې لاړ شو او هغه کلام واورو چې د څښتن له خوا راغلی دی.› ۳۱ نو زما قوم راټولیږي او ستا خبرو ته غوږ نیسي، خو په هغو باندې عمل نه کوي. ځکه هغوی د چاپلوسۍ خبرې کوي، خو هغوی یوازې خپلو ګټو پسې ګرځي. ۳۲ ګوره، د هغوی دپاره ته یوازې یو سندرغاړی یې چې په خپل ښکلي اواز سره عشقي سندرې وایې او ښه ساز غږوې. هغوی ستا خبرو ته غوږ نیسي، خو په هغو باندې عمل نه کوي. ۳۳ خو کله چې ستا خبرې رښتیا شي او هغه به بې له شکه رښتیا شي، بیا به هغوی پوه شي چې د هغوی په منځ کې یو پیغمبر ؤ.»