Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ د اورشلیم خواته واړوه. د عبادتځایونو په ضد خبرې وکړه. د اسراییلو د هېواد په ضد نبوت وکړه. ۳ زه څښتن تاسو ته داسې وایم: ‹ګورئ، زه ستاسو په ضد یم. زه به خپله توره د پوښ نه راوباسم او ټول نېک او بدکاره خلک به ووژنم. ۴ ځکه چې زه ښه او بد خلک دواړه وژنم، زه به خپله توره د پوښ نه راوباسم او د جنوب نه تر شماله پورې به د هرچا په وړاندې ورڅخه کار واخلم. ۵ بیا به ټول خلک پوه شي چې ما څښتن خپله توره د پوښ نه راویستلې ده او هغه به بیا په پوښ کې نه ږدم.›
۶ ای فاني انسانه، په مات زړه او ناامیدۍ سره زګېروی وکړه. د خلکو په مخکې له غمه فریادونه وکړه. ۷ کله چې درڅخه پوښتنه وکړي چې ولې زګېروی کوې، نو هغوی ته ووایه: ‹زه ځکه زګېروي کوم چې بد خبرونه مې اورېدلي دي. کله چې هغه رښتیا شي، نو د هغوی په زړونو کې به سخته وېره راپیدا شي، لاسونه به یې سست شي، روحیه به یې کمزورې شي او زنګنونه به یې ورپیږي. ګورئ، هغه وخت راتلونکی دی او هغه به عملي کیږي. څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»
۸ څښتن ماته وویل: ۹ «ای فاني انسانه، نبوت وکړه. خلکو ته ووایه چې زه څښتن داسې وایم:
‹ما تېره کړې خپله توره او صیقل شوې هغه
۱۰ د وژلو په خاطر ده تېره شوې هغه
ده صیقل شوې چې وځلیږي لکه برېښنا په شان
خوشحالي به نه وي
ځکه چې قوم نه ده ساتلې پروا
زما د هر خبرداري او سزا
۱۱ نو ما یو چاته توره ورکړه چې صیقل کړي هغه
چې ترې واخیستل شي کار
ده تېره شوې او صیقل شوې هغه
چې یو وژونکي ته په لاس ورکړل شي
۱۲ ای فاني انسانه، له غمه وکړه انګولا او ویر
ځکه دا توره ویستل شوې زما د قوم په ضد
او د اسراییلو د مشرانو په ضد
هغوی به ووژل شي زما د پاتې ټولو خلکو سره
د ناامیدۍ له لاسه ووهه خپل ځان
۱۳ ازمایل کیږي زما قوم
که هغوی وکړي انکار له توبې ویستلو
نو پېښ به شي دا هرڅه ورباندې
څښتن تعالی داسې ویلي دي.›
۱۴ نو ای فاني انسانه، نبوت وکړه. خپل لاسونه وپړکوه او دوه، درې ځلې په تورې باندې ګوزار وکړه. دا هغه توره ده چې ډېر خلک وژني، داسې توره ده چې له هرې خوا حمله کوي. ۱۵ په دې به زما قوم خپله روحیه له لاسه ورکړي او د وېرې به ولویږي. زه د هغوی د ښار ټولو دروازو ته په یوې داسې تورې خبرداری ورکوم چې د برېښنا په شان ځلیږي او د وژنې دپاره تیاره ده. ۱۶ ای تېرې تورې، ښي او چپ خواته ګوزار کوه! هرې خواته چې تاوېږې ګوزار کوه. ۱۷ زه هم خپل لاسونه پړکوم او خپل قهر سړوم. ما څښتن داسې ویلي دي.»
۱۸ څښتن ماته وویل: ۱۹ «ای فاني انسانه، په دوو لارو باندې چې د بابل پاچا د خپلې تورې سره ورباندې راځي، د هغه ځای نقشه جوړه کړه. دواړه لارې باید د یو وطن نه پیل شي. په هغه ځای کې چې دا لارې سره بېلیږي، نو هلته یوه نښه جوړه کړه. ۲۰ دا نښه به پاچا ته له یوې خوا د عمونیانو د ربه د ښار لاره وښایي او له بلې خوا به د یهودا او د اورشلیم قوي شوي ښار ته د تللو لاره وښایي. ۲۱ ځکه د بابل پاچا به د هغې نښې سره ودریږي چې دا دوه لارې په کې بېلې شوې دي. هغه به د لارې د معلومولو دپاره د غشو په خوځولو باندې پچه واچوي، د خپلو بتانو نه به مشوره واخلي او د قربانۍ په اینې باندې به فال وګوري. ۲۲ د ښي خوا نښه اورشلیم ته د تللو اشاره ورکوي. نو هغه به لاړ شي، د لرګیو درنې پایې به راواخلي، د جنګ نعره به ووهي، دروازو ته به مخامخ د لرګیو درنې پایې ولګوي او د خاورو ډېرۍ او د کلابندۍ دېوال به جوړ کړي. ۲۳ د اورشلیم خلک به په دې فال باندې باور ونه کړي چې د هغوی سره به داسې وشي، ځکه چې هغوی ټولو د سولې ټینګ تړون کړی ؤ. خو دا به هغوی ته خپل ګناهونه ور په یاد کړي او د هغوی دپاره به دا یو خبرداری وي چې دوی به ونیول شي. ۲۴ نو دا هغه څه دي چې زه څښتن تعالی یې وایم: ‹ستاسو ګناهونه ښکاره شوي دي. هرڅوک پوهیږي چې تاسو څومره ګناهکاران یئ. ستاسو هر عمل ستاسو د ګناه څرګندوونکی دی. تاسو مجرمان یئ او ستاسو دښمنان به تاسو په زوره ونیسي.
۲۵ ای د اسراییلو فاسد او بدکاره واکمنه، ستا د سزا ورځ رارسېدلې ده او د اخرنۍ سزا ورځ دې راروانه ده.› ۲۶ زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹تاج او لونګۍ لېرې کړه. هرڅه به بدل شي. سپک خلک به درانه شي او درانه خلک به سپک شي! ۲۷ وراني! وراني! زه به ښار وران کړم. خو تر هغې پورې به دا کار ونه شي، ترڅو هغه څوک چې ما ښار ته د سزا ورکولو دپاره غوره کړی دی، نه وي راغلی. بیا به یې هغه ته ورتسلیم کړم.›»
۲۸ «ای فاني انسانه، نبوت وکړه. اعلان وکړه چې زه څښتن تعالی عمونیانو ته چې د اسراییلیانو سپکاوی کوي، وایم. هغوی ته ووایه:
‹یوه توره ستاسو د قتلولو دپاره تیاره ده
هغه صیقل شوې ده او د برېښنا په شان ځلیږي
۲۹ ستاسو پیغمبران غلطې رویاګانې بیانوي او هغه فالونه چې ویني، هغه دروغ دي. هغوی فاسد او بدکاره خلک دي او د هغوی د اخرنۍ سزا وخت راغلی دی. هغه توره به د هغوی په ورمېږ باندې راولویږي.›»
۳۰ «‹خپله توره دې بېرته په پوښ کې کېږده! په کوم ځای کې چې ته پیدا شوی یې یعنې ستا د زېږېدنې په اصلي ځای کې به درته سزا درکړم. ۳۱ زه به په تا باندې د خپل قهر بلېدونکی اور واچوم او د خپل غضب د اور لمبې به په تا پو کړم. تا به داسې وحشي خلکو ته په لاس ورکړم چې په تباهۍ کې مهارت لري. ۳۲ ته به د اور دپاره د سوځېدلو مواد شې. وینه به دې په خپل هېواد کې تویه شي او هېڅوک به دې نور نه یادوي.› څښتن داسې ویلي دي.»