Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو. ۲ هلته هغۀ ته د مالِک خُدائ هغه فرښته د اور لمبې په شان د بوټى د مينځ نه راڅرګنده شوه. چې د موسىٰ پرې څنګه نظر پرېوتو نو په دې ليدو حېران شو چې په جاړه اور لګېدلے وو خو دا نۀ سوزېدله. ۳ هغۀ د ځان سره وفرمائيل چې، ”عجيبه خبره ده. دا جاړه ولې نۀ سوزيږى؟ زۀ به نزدې ورشم چې وې ګورم.“ ۴ چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”جى زۀ حاضر يم.“ ۵ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې. ۶ زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو. ۷ بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده، ۸ نو زۀ لاندې راغلے يم چې هغوئ د مِصريانو نه خلاص کړم او چې هغوئ د مِصر نه بهر يو ښۀ، کولاو او زرخېز مُلک ته بوځم، چرته چې اوس کنعانيان، حِتيان، اموريان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسيږى. ۹ ګوره، ما د خپلو خلقو ژړا اورېدلې ده او زۀ دا هم ګورم چې مِصريان په دوئ ظلم کوى. ۱۰ اوس زۀ تا فِرعون له لېږم نو تۀ به زما خلق بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځې.“ ۱۱ خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“ ۱۲ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“ ۱۳ خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې کله زۀ بنى اِسرائيلو له ورشم او ورته ووايم، چې زۀ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو ته رالېږلے يم، هغوئ به زما نه تپوس وکړى چې د هغۀ څۀ نوم دے؟ نو زۀ هغوئ ته څۀ ووايم؟“ ۱۴ خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى. ۱۵ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، تۀ هغوئ ته ورلېږلے يې. دا د همېشه دپاره زما نوم دے، راتلونکى نسلونه به ما په دې نوم يادوى. ۱۶ لاړ شه او د بنى اِسرائيلو مشران په يو ځائ راغونډ کړه او هغوئ ته ووايه چې زۀ مالِک خُدائ، د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک، تا ته راڅرګند شوم. هغوئ ته ووايه چې زۀ دوئ له راغلے يم او ما ليدلى دى چې مِصريانو د دوئ سره څۀ کول. ۱۷ ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دوئ د مِصر نه بهر بوځم چې په کوم ځائ کښې په دوئ ظلم کيږى او زۀ به دوئ هغه زرخېز مُلک ته بوځم، چې هغه د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، فرزيانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک دے. ۱۸ زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو. ۱۹ ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى. ۲۰ خو زۀ به د خپل قُدرت نه کار واخلم او زۀ به هلته د عجيبه عجيبه کارونو کولو په ذريعه مِصريانو له سزا ورکړم. او د هغې نه پس به هغه تاسو تلو ته پرېږدى. ۲۱ زۀ به په مِصريانو ستاسو قدر وکړم نو چې کله زما خلق ځى، دوئ به خالى لاسونه نۀ ځى. ۲۲ هره يوه بنى اِسرائيلۍ ښځه دې خپلو مِصريانو ګاونډيانو کره لاړه شى او هرې مِصرۍ ښځې له چې د دوئ سره په کور کښې اوسيږى نو جامې، د سرو زرو او سپينو زرو کالى دې ترې نه وغواړى. نو بنى اِسرائيليان به دا څيزونه خپلو زامنو او لوڼو ته ورواغوندى. او مِصريان به لوټ کړى.“