Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى. ۲ نو چې هغوئ کومه حِصه ولوستله په هغې کښې هغه واقعه شامله وه چې مردکى د بادشاه د وژلو منصوبه څنګه څرګنده کړه او هغه منصوبه کومه چې بِګتان او ترش، د محل دوو هغه خصيانو جوړه کړې وه، کومو چې د بادشاه د کوټو څوکيدارى کوله. ۳ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”مونږ د دې په بدل کښې د مردکى څنګه درناوے کړے دے او څۀ مو اِنعام ورکړے دے؟“ نو د هغۀ نوکرانو جواب ورکړو، ”د هغۀ دپاره هيڅ نۀ دى شوى.“ ۴ بادشاه تپوس وکړو، ”اوس په دربار کښې څوک دى؟“ نو همان ايله دربار ته ننوتو، هغه د دې دپاره راغلے وو چې د بادشاه نه تپوس وکړى چې مردکے په هغه دار باندې ځوړند کړى کوم چې هغۀ اوس تيار کړے وو. ۵ نو نوکرانو جواب ورکړو، ”همان په دربار کښې دے.“ بادشاه ورته ووئيل، ”هغه راپرېږدئ چې دننه راشى.“ ۶ نو همان راغلو او بادشاه ورته ووئيل، ”د يو کس نه چې زۀ خوشحاله شم نو د هغۀ څنګه عزت وکړم، زۀ د دې سړى دپاره څۀ وکړم؟“ همان د خپل ځان سره وئيل، ”داسې څوک شته چې بادشاه يې زما نه زيات عزت کول وغواړى؟“ ۷-۸ نو هغۀ بادشاه له جواب ورکړو، ”حُکم وکړه چې د دې سړى دپاره شاهى لِباس راوړلے شى، هغه چُوغې چې تۀ يې په خپله اغوندې. او هغه آس چې تا پرې پخپله سورلى کړى وى او په تندى يې شاهى نښه لګېدلى وى. ۹ بيا د خپل لوئ عزتمند مشر په لاس دې سړى ته شاهى لباس ورواغونده او د ښار په کوڅو کښې يې په آس باندې سور بوځه. کله چې هغوئ روان وى نو هغه مشر سړے دې دا اِعلان کوى چې، وګورئ بادشاه چې د چا درناوے کول غواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“ ۱۰ بيا بادشاه همان ته ووئيل، ”زر شه او شاهى لِباس واخله او آس بوځه او د مردکى يهودى داسې درناوے وکړه. لکه څنګه چې تا مشوره راکړې ده نو د هغې په مطابق د هغۀ دپاره هغه هر څۀ وکړه. هغه به د محل د دروازې په خولۀ کښې ناست ووينې.“ ۱۱ نو همان شاهى لِباس واخستلو او مردکى ته يې ورواغوستلو او د بادشاه په آس يې سور کړو او همان هغه د ښار په کوڅو کښې بوتلو او خلقو ته يې اِعلان کولو چې، ”وګورئ چې بادشاه د چا درناوے کول وغواړى نو هغه يې داسې عزت کوى.“ ۱۲ نو مردکے بيا واپس د محل دروازې ته راواپس شو خو په دې دوران کښې همان خفه او شرمنده کور ته تېز لاړو. ۱۳ هغۀ خپلې ښځې او ټولو دوستانو ته هغه هر څۀ ووئيل چې څۀ شوى وُو. بيا هغې او د هغۀ هوښيارو ملګرو هغۀ ته ووئيل، ”په مردکى باندې ستا هيڅ زور نۀ رسى. هغه يو يهودى دے او ځکه تۀ په هغۀ باندې برے نۀ شې موندلے. هغه به خامخا تا له شکست درکړى.“
۱۴ کله چې هغوئ لا خبرې کولې، نو د محل خصيان راورسېدل او همان يې د اِستَر مېلمستيا له بوتلو.