Previous chapter

د استر کتاب

لومړی فصل

د پاچا فرمان او د وشتي ملکې نافرماني

۱‏-۲خشایار شاه، د فارس پاچا د خپل شاهي تخت نه د شوش د ښار د بالاحصار څخه په ټوله سیمه یعنې په یوسلو اووه ویشتو ولایتونو باندې د هند نه تر ایتوپیا پورې پاچاهي کوله. ۳هغه د خپلې پاچاهۍ په درېم کال خپلو مامورینو او درباریانو ته مېلمستیا وکړه. په مېلمستیا کې د فارس او ماد د لښکرو قوماندانان، رییسان او والیان حاضر وو. ۴د پوره شپږو میاشتو دپاره پاچا د خپلې پاچاهۍ زیاته شتمني، شان او شوکت او خپله شاهانه لویي نندارې ته وړاندې کړل.

۵وروسته له هغې پاچا ټولو خلکو ته، که شتمن وو یا غریب، د شوش په بالاحصار کې د شاهي ماڼۍ د باغ په حوېلۍ کې مېلمستیا ورکړه او پوره اووه ورځې دې مېلمستیا دوام وکړ. ۶حوېلۍ په اسماني او د سپین کتان په پردو باندې ښکلې شوې وه چې په بانجاني ښه کتاني رسیو باندې تړل شوې وې او د سپینو زرو په هغو کړیو کې ځای په ځای شوې وې چې د مرمرو په ستنو باندې ځوړندې وې. هغه تختونه چې د سرو او سپینو زرو څخه جوړ شوي وو، په هغې حوېلۍ کې چې په سپینو مرمرو، سور بخنو کاڼو، صدف او فیروزې باندې فرش شوی ؤ، ایښودل شوي وو. ۷شراب یې د سرو زرو په پیالو کې ورکول او هرې پیاله یې د بلې پیالې نه فرق درلود. پاچا خلکو ته د شاهانه شرابو په ورکولو کې ډېر سخي ؤ ۸او د څښلو دپاره کومه اندازه نه وه ټاکل شوې. پاچا د ماڼۍ ټولو خدمتګارانو ته حکم کړی ؤ، هرڅوک چې څومره وغواړي هغومره څښلی شي.

۹په همدې وخت کې وشتي ملکې هم د خشایار شاه په شاهي ماڼۍ کې ښځو ته مېلمستیا ورکوله.

۱۰په اوومه ورځ کله چې خشایار شاه په شرابو باندې مست شوی ؤ اووه خصي شوي سړي یعنې مهومان، بزتا، حربونا، بګتا، ابغتا، زاتر او کرکس چې د هغه خدمت یې کاوه، راوغوښتل. ۱۱پاچا هغوی ته امر وکړ چې ملکه وشتي د ده حضور ته راولي چې شاهي تاج یې په سر وي. ملکه یوه ښکلې ښځه وه او پاچا غوښتل چې د هغې ښکلا خپلو مامورینو او ټولو مېلمنو ته وښایي. ۱۲خو کله چې خدمتګارانو د پاچا فرمان وشتي ملکې ته ورساوه، هغې د راتللو څخه انکار وکړ. پاچا په هغې باندې ډېر په قهر شو او له قهره تک سور شو.

۱۳پاچا عادت درلود چې د قانون د عملي کولو په اړه د ماهرو مشاورانو نظر ولري. نو ځکه یې خپل مشاوران راوغوښتل ترڅو د هغوی څخه پوښتنه وکړي چې څه باید وکړي. ۱۴هغه کسان چې پاچا به زیات وخت ورسره مشوره کوله دا وو: کرشنا، شیتار، ادماتا، ترشیش، مرس، مرسنا او مموکان. دا د پارس او ماد په پاچاهۍ کې اووه لوړ رتبه مامورین وو. ۱۵پاچا د دغو مامورینو څخه پوښتنه وکړه: «د قانون سره سم باید د وشتي ملکې سره څه وشي؟ ځکه چې هغې زما یعنې د خشایار شاه حکم نه دی منلی، هغه حکم چې د خدمتګارانو په لاس مې هغې ته استولی ؤ.»

۱۶بیا مموکان د پاچا او مامورینو په حضور کې په ځواب کې وویل: «وشتي ملکې نه یوازې د خشایار شاه په وړاندې بلکې د ټولو مامورینو او د پاچا د ټولو ولایتونو د ټولو قومونو په وړاندې هم سپکاوی کړی دی. ۱۷د ملکې د سپکاوي خبره به د ټولو ښځو غوږونو ته ورسیږي او هغوی به دې ته وهڅوي چې د خپلو مېړونو سره سپک چلند وکړي. هغوی به وایي: ‹خشایار شاه امر وکړ چې وشتي ملکه دې د پاچا حضور ته راوستل شي، خو هغه رانغله.› ۱۸کله چې د فارس او ماد د مامورینو ښځې د ملکې د چلند په هکله واوري، نو دوی به په همدې ورځ خپلو مېړونو ته په دې هکله ووایي. نو په هرځای کې به ښځې د خپلو مېړونو درناوی نه کوي او مېړونه به په خپلو ښځو باندې په قهر وي. ۱۹که چېرې ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي چې یو شاهي حکم جاري کړئ چې وشتي دې بیا هېڅکله د پاچا په حضور کې ښکاره نه شي. دا حکم دې د فارس او ماد په قوانینو کې ولیکل شي، ترڅو هغه هېڅکله بدل نه شي. همدارنګه پاچا دې د هغې د ملکې مقام یوې بلې ښځې ته چې د هغې څخه بهتره وي، ورکړي. ۲۰نو کله چې د پاچا فرمان د هغه په ټولې پراخې امپراتورۍ کې اعلان شي، هغه وخت به ټولې ښځې خپلو مېړونو ته که هغه شتمن وي یا غریب، درناوی کوي.»

۲۱په دې مشوره باندې پاچا او د هغه مامورین خوشحاله شول، نو پاچا هماغسې وکړل لکه څنګه چې مموکان وړاندیز کړی ؤ. ۲۲هغه د خپلې امپراتورۍ هر ولایت ته د هغوی په خپل خط او هر قوم ته په خپله ژبه پیغامونه واستول چې د هغې له مخې باید مېړونه د کورنۍ مشران وي او د خپلو خلکو په ژبه دې خبرې وکړي.

Previous chapter