د تثنیې کتاب

دریم فصل

د باشان د پادشاه عوج ماتې

(شمېر ۲۱: ۳۳ - ۳۵)

۱بیا مونږ شمال ته د باشان په لور روان شو او عوج پادشاه د خپل ټول لښکر سره راووت چې د ادرعي ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي. ۲مګر څښتن ماته وفرمایل: د هغه څخه مه وېرېږه. زه هغه، د هغه نفر او د هغه ټوله سیمه تاته درکوم. د هغه سره هماغه شان چلند وکړه لکه څنګه چې دې د اموریانو د پادشاه سیحون سره چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.

۳نو څښتن عوج پادشاه او د هغه لښکر هم مونږ ته په لاس راکړ او هغوی ټول مو ووژل. ۴په عین وخت کې مونږ د هغه ټول ښارونه ونیول، یو ښار هم زمونږ څخه پاتې نه شو. ټول ښارونه چې مونږ ونیول شمېر یې شپېتو ته رسېده، یعنې د ارجوب ټوله سیمه چې د باشان پادشاه عوج ورباندې حکومت کاوه. ۵دغو ټولو ښارونو لوړ دېوالونه او داسې دروازې درلودلې چې په سیخونو باندې بندېدلې. همدارنګه ډېر داسې کلي هم وو چې دېوالونه یې نه درلودل. ۶مونږ ټول ښارونه وران کړل او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ د حشبون پادشاه سیحون په ښارونو کې هم همداسې کړي وو. ۷مونږ حیوانات یوړل او ښارونه مو لوټ کړل.

۸په هغه وخت کې مونږ د اردن د سیند په ختیځ کې د هغو دوو اموریایي پادشاهانو څخه د ارنون د سیند څخه د حرمون تر غره پورې ځمکه ونیوله.> ۹(صیدونیان د حرمون غر د سریون په نوم یادوي او اموریان یې د سنیر په نوم یادوي.) ۱۰<مونږ د باشان د پادشاه عوج ټوله سیمه ونیوله یعنې هغه ښارونه چې په لوړه جلګه باندې وو او د سلخه او ادرعي د ښارونو تر ختیځ پورې د جلعاد او باشان سیمې.>

۱۱(عوج پادشاه په رفائیانو کې آخرنی نفر ؤ. د معیاري اندازې په مطابق د هغه تابوت چې له تیږو څخه جوړ شوی ؤ څلور متره اوږد ؤ او نژدې دوه متره پلن ؤ. هغه تر اوسه پورې د عمونیانو د ربه په ښار کې شته.)

هغه قبیلې چې د اردن د سیند په ختیځ کې اوسېدلې

(شمېر ۳۲: ۱ - ۴۲)

۱۲<کله چې مونږ هغه ځمکه ونیوله، ما د روبین او جاد قبیلو ته هغه سیمه ورکړه چې د عروعیر د ښار په شمال کې وه (د عروعیر ښار د ارنون سیند ته نژدې ؤ) او د جلعاد د غرنۍ سیمې یوه برخه مې هم د هغه ځای د ښارونو سره ورکړه. ۱۳پاتې جلعاد او ټول باشان چې عوج ورباندې حکومت کړی ؤ یعنې د ټول ارجوب سیمه مې هم د منسي نیمې قبیلې ته ورکړ.>

(باشان د رفائیانو د هېواد په نوم یادېده. ۱۴یائیر چې د منسي د قبیلې څخه ؤ، هغه د ارجوب ټوله سیمه یعنې د باشان سیمه د جشور او معکې تر سرحده پورې ونیوله. د هغې سیمې کلي یې په خپل نوم یاد کړل او تر اوسه پورې د یائیر د کلیو په نوم یادیږي.)

۱۵<جلعاد مې د ماخیر طایفې ته چې د منسي د قبیلې څخه ده ورکړ. ۱۶د روبین او جاد قبیلو ته مې د جلعاد څخه د ارنون تر سینده پورې سیمه ورکړه. هغه سیند د هغوی جنوبي سرحد ؤ او د یبوق سیند د هغوی شمالي سرحد ؤ. د یبوق د سیند یوه برخه د عمونیانو سرحد ؤ. ۱۷د لوېدیځې خوا څخه د هغوی سیمه د اردن تر سیند پورې یعنې د جلیل د جهیل څخه د ارام تر دریاب او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې غزېدلې وه.

۱۸په عین وخت کې ما هغوی ته دا حکم وکړ: زمونږ څښتن خدای تاسو ته دا ځمکه د اردن په ختیځ کې درکړې ده چې ویې نیسئ. نو اوس خپلو جنګي نفرو ته وسلې ورکړئ او د اسراییلو د نورو قبیلو څخه یې مخکې د اردن بلې غاړې ته ولېږئ چې د هغوی سره د هغوی د ځمکې په نیولو کې مرسته وکړي. ۱۹خو ستاسو ښځې، ماشومان او همدارنګه ستاسو حیوانات به چې ډېر زیات دي په هغو ښارونو کې پاتې کیږي چې ما تاسو ته درکړي دي. ۲۰کله چې څښتن ستاسو په شان نورو اسراییلیانو ته ارامي ور په برخه کړي او کله چې هغوی هغه ځمکه ونیسي چې څښتن یې ورته د اردن د سیند په بله غاړه باندې ورکوي نو بیا تاسو کولی شئ بېرته دې ځمکې ته چې تاسو ته مې درکړې ده راستانه شئ.

۲۱بیا مې یوشع ته داسې حکم وکړ: تا هغه ټول کارونه په خپلو سترګو لیدلي دي چې زمونږ څښتن خدای په هغو دوو پادشاهانو یعنې سیحون او عوج باندې وکړل. هغه به د هغو نورو ټولو خلکو سره هم همداسې وکړي چې ته یې په وطن باندې حمله کوې. ۲۲د هغوی څخه مه وېرېږئ ځکه چې زمونږ څښتن خدای به ستاسو دپاره وجنګیږي.

حضرت موسیٰ ته اجازه نه ورکول کیږي چې کنعان ته ورداخل شي

۲۳په هغه وخت کې ما داسې زارۍ وکړې: ۲۴څښتن تعالیٰ، زه پوهېږم چې تا ماته یوازې د خپلې لویۍ او قدرت څرګندول پیل کړل. په اسمان کې او په ځمکه باندې هیڅ داسې خدای نشته چې داسې لوی لوی کارونه وکولی شي کوم چې تا کړي دي! ۲۵څښتنه، ما پرېږده چې د اردن د سیند څخه تېر شم او هغه حاصلخېزه ځمکه ووینم چې په بله غاړه باندې پرته ده او ښایسته غرنۍ سیمه او د لبنان غرونه ووینم.

۲۶مګر څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر ؤ او ماته یې غوږ نه نیوه. د دې په ځای هغه وفرمایل: بس کړه! بیا د دې خبرې یادونه ونه کړې! ۲۷د پیسګاه د غره څوکې ته وخېژه او د شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ خواته وګوره. څه چې درته ښکاري هغه په غور سره وګوره، ځکه چې ته به هیڅکله د اردن د سیند څخه تېر نه شې. ۲۸یوشع ته لارښوونې وکړه. د هغه عزم قوي کړه، ځکه چې هغه به خلک بلې غاړې ته پورې باسي چې هغه ځمکه ونیسي چې ته یې وینې.

۲۹نو مونږ په هغې درې کې پاتې شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه.>