د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

دوېم باب

۱په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو. ۲بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ۳تاسو ډېره موده په دې غرونو کښې په ګرځېدو تېره کړې ده نو د شمال طرف ته لاړ شئ. ۴هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى، ۵خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د مُلک يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عِيسو اولاد له ورکړے دے. ۶تاسو به خوراک او اوبۀ د هغوئ نه په پېسو اخلئ. ۷ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے. ۸نو مونږ روان وُو او هغه لار مو پرېښوده کومه چې د ايلات او عصيون‌جابر ښارونو نه د مالګې درياب ته تلې وه او مونږ د موآب صحرا په طرف تاو شُو. ۹مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“ ۱۰د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کوم چې د دېوانو بل نسل وو. ۱۱د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نوم مشهور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل. ۱۲حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو. ۱۳موسىٰ خپله خبره جارى وساتله او وې فرمائيل، ”بيا مونږ د زرد سيند نه پورې وتلو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى وُو. ۱۴دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو. ۱۵مالِک خُدائ هغوئ له تر هغه سزا ورکوله چې هغوئ ټول د قوم نه ختم شوى نۀ وُو. ۱۶کله چې جنګ ته د برابر عُمر ټول سړى مړۀ شوى وُو، ۱۷نو مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل چې ۱۸نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ. ۱۹بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“ ۲۰دا علاقه د رفائيانو د مُلک په نوم هم مشهور ده، دا د هغه خلقو نوم دے چې هلته اوسېدل، عمونيانو هغوئ د زمزميانو په نوم يادول. ۲۱هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل. ۲۲مالِک خُدائ د ادوميانو دپاره هم دغه شان وکړل، چې د عِيسو اولاد وو او د غرونو په مُلک ادوم کښې اوسېدل. هغۀ حوريان تباه کړل، نو ادوميانو د هغوئ په زمکه قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، چرته چې تر اوسه پورې هغوئ اوسيږى. ۲۳د مديترانى د سمندر د غاړې سره دا مُلک په هغه خلقو آباد وو چې هغوئ د کريت د جزيرې وُو. هغوئ عويان تباه کړل، کوم چې اصلى اوسېدونکى وُو او د غزه ښار پورې د هغوئ په ټول مُلک يې قبضه وکړه. ۲۴”کله چې مونږ د موآب نه تېر شوى وُو، مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل، اوس، روان شئ او د ارنون سيند نه پورې وځئ. زۀ د حسبون امورى بادشاه سيحون او د هغۀ مُلک تاسو له درکوم، په هغۀ حمله وکړئ او د هغۀ مُلک قبضه کړئ. ۲۵د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.

د بنى اِسرائيلو سيحون بادشاه له شکست ورکول

۲۶بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېش‌کش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې ۲۷مونږ پرېږده چې ستا د مُلک نه تېر شُو. مونږ به نېغ روان يُو او د لارې نه به اخوا دېخوا نۀ اوړُو. ۲۸مونږ چې کوم خوراک وخورو او چې کومې اوبۀ وڅښو نو د هغې پېسې به درکړُو. مونږ صِرف ستاسو د مُلک نه تېرېدل غواړو، ۲۹او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو. ۳۰خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده. ۳۱بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ګوره، ما سيحون بادشاه او د هغۀ مُلک ستاسو په مخکښې کمزورے کړے دے، د هغۀ مُلک ونيسئ او قبضه يې کړئ. ۳۲سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو. ۳۳خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه مونږ له په لاس کښې راکړو، مونږ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول سړى ووژل. ۳۴هم په هغه وخت مونږ ټول ښارونه ونيول او تباه مو کړل او هر يو کس، سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ هيڅ څوک هم ژوندے پرې نۀ ښودو. ۳۵مونږ څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل. ۳۶مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے. ۳۷خو نۀ مونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرونو مُلک ښارونو ته او نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.