Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو. ۲ او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل. ۳ نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ. ۴ يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى. ۵ نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى. ۶ په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه. ۷ هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو. ۸ خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى. ۹ نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو، ۱۰ خو د خصيانو مشر آفسر دانيال ته ووئيل، ”زۀ د خپل مالِک بادشاه نه يرېږم، چا چې ستاسو خوراک څښاک مقرر کړے دے. او کۀ هغه تاسو د نورو همزولو ځوانانو نه کمزورى وګورى نو بيا به څۀ کيږى؟ نو بادشاه به بيا ستاسو په وجه زما سر پرې کړى.“ ۱۱ دانيال بيا هغه ملازم ته وفرمائيل کوم چې د خصيانو مشر آفسر په دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه مقرر کړے وو، ۱۲ ”مهربانى وکړئ تاسو د خپلو نوکرانو د لسو ورځو دپاره اندازه واخلئ، او مونږ ته د خوراک دپاره سبزۍ او د څښلو دپاره د اوبو نه بغېر بل څۀ مۀ راکوئ. ۱۳ نو بيا زمونږ شکلونه د هغه ځوانانو سره وګوره څوک چې شاهى خوراک څښاک کوى، او بيا د خپلو نوکرانو سره هغه شان وکړه څۀ چې تۀ ګورې.“ ۱۴ نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله. ۱۵ د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو. ۱۶ نو بيا هغه ملازم د هغوئ نه مقرر شوے خوراک او مے اخوا کړل او د هغې په ځائ يې سبزى ورکړه. ۱۷ نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو. ۱۸ کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل. ۱۹ بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول. ۲۰ بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل. ۲۱ او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.