د حضرت عاموس نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د بنى اِسرائيل ګناه او سزا

۱دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى، ۲”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم. ۳آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟ ۴آيا زمرے په ځنګل کښې غړمبيږى کله چې د هغۀ ښکار نۀ وى؟ آيا هغه په خپل غار کښې غړمبيږى کله چې هغۀ څۀ نۀ وى نيولى؟ ۵آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟ ۶کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟ ۷يقيناً چې قادر مطلق خُدائ هيڅ نۀ کوى ترڅو چې خپله منصوبه خِدمت کوونکو پېغمبرانو ته څرګنده نۀ کړى. ۸خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“

د سامريې تباهى

۹د اشدود قلعه ګانو ته او د مِصر قلعه ګانو ته اعلان وکړه چې، ”د سامريه په غرونو راغونډ شئ او وګورئ چې په دې ښار کښې څۀ کيږى. څومره لويه ګډوډى ده پکښې او څومره ظلم د هغې خلقو سره کيږى.“ ۱۰مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ په دې نۀ پوهيږى چې صحيح کار څنګه وکړى. هغوئ خپلې قلعه ګانې د هغه مال نه ډکې کړې دى کوم چې په ظلم زياتې او غلا سره اخستے شوے دے.“ ۱۱نو ځکه قادر مطلق خُدائ ‏‏داسې فرمائى چې، ”دشمن به ستاسو وطن محاصره کړى او ستاسو پخې قلعې به راوغورزوى او ستاسو قلعې به لوټ کړى.“ ۱۲مالِک خُدائ دا فرمائى، ”لکه څنګه چې يو شپون د ازمرى د خولې نه د ګډې د پښې يو دوه هډوکى يا د غوږ يوه ټوکړه بچ کړى، نو دغسې به هغه بنى اِسرائيل چې په سامريه کښې اوسيږى هغوئ به دومره برباد شى او داسې به پاتې شى لکه چې د کټ يو بازو او د کُرسۍ يوه پښه باقى پاتې شى.“ ۱۳قادر مطلق خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائى، ”واورئ، او د يعقوب د خاندان خلاف ګواهى ورکړئ. ۱۴په کومه ورځ چې زۀ بنى اِسرائيلو له د ګناهونو سزا ورکوم، زۀ به د بيت‌ايل قربان‌ګاه تباه کړم. د هرې قربان‌ګاه ښکرونه به مات شى او په زمکه به راوغورزولے شى. ۱۵زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.