دَ يوحنا رسُول دريم خط

اول باب

سلام

۱دَ مشر له طرفه، خوږ ګايوس ته، دَ چا سره چه زَۀ رښتينے مينه لرم.

۲زما خوږه ګايوسه! زَۀ دُعا غواړم چه روغ جوړ اَؤ په خير خيريت اوسے لکه څنګه چه زَۀ خبر يم چه تۀ په روحانى طور يئے. ۳هر کله چه ورُوڼه راغلل اَؤ ما ته ئے دا ووئيل چه تۀ څومره په حقيقت کښے ژوند تيروے نو ډير خوشحاله شوم. بے شکه تۀ په خپل ټول ژوندُون کښے رښتينے يئے. ۴دَ دے نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز نۀ حاصليږى چه زَۀ دَ دے نه خبر شم چه زما بچى په حقه لار روان دى.

مرسته اَؤ مُخالفت کول

۵اَئے وروره! تۀ دَ ورُوڼو په خدمت کښے ډير وفادار يئے اګر که تۀ هغوئ پيژنے هم نه. ۶هغوئ دلته دَ جماعت په وړاندے ستا دَ ښۀ سلوک صفت وکړو. مهربانى وکړه تۀ دَ دوئ په سفر کښے ورسره هغه شان مدد وکړه لکه څنګه چه زمُونږ دَ خُدائے دَ وړاندے لائق دى. ۷هغوئ دَ عيسىٰ دَ نُوم دَ خاطره دَ خدمت کولو دَ پاره ووتل اَؤ دَ بے ايمانانو نه هيڅ څيز هم نۀ آخلى. ۸نو مُونږ ته لازم دى چه دَ داسے خلقو مدد وکړُو اَؤ په دغسے کولو دَ حقيقت په خورولو کښے دَ هغوئ ملګرى شُو.

۹ما جماعت ته يو خط استولے وو خو ديوتِرفِس چه دَ دوى دَ مشرئ شوق لرُونکے دے مُونږ نۀ قبلوى. ۱۰که زَۀ درغلم نو هغه کارُونه به درته په ګُوته کړم کُوم چه هغه کوى. هغه زمُونږ په خلاف بے بُنياده اَؤ سپک تهمتُونه لګوى، اَؤ لا په دے هم نۀ صبريږى بلکه زمُونږ ورُوڼه هر کلى ته پريږدى قدرِ هم نه، اَؤ څوک چه داسے کوى هغوئ هم منع کوى تر دے چه دَ جماعت نه ئے هم وباسى.

۱۱زما خوږه ملګريه! دَ بدو پيروى مه کوه بلکه دَ ښو کوه، ښه کار کوُونکے دَ خُدائے بچے دے اَؤ بد کار کوُونکى خُدائے کله هم ليدلے نۀ دے.

۱۲دَ ديميتيريوس دَ پاره هر څوک ښۀ شهادت ورکوى اَؤ دا حقيقت هم دے، مُونږ پخپله هم دَ هغۀ شهادت ورکوُو اَؤ تۀ خبر ئے چه زمُونږ شهادت رښتينے دے.

آخرى سلام

۱۳زَۀ ډيرے خبرے درته ليکل غواړم خو دا نۀ غواړم چه په قلم اَؤ سياهئ ئے وليکم. ۱۴زما اُميد دے چه ډير زر به تا ووينم اَؤ مخامخ به درسره خبرے وکړم.

۱۵په تا دِ سلامتى وى. زمُونږ دوستان سلامُونه درته وائى، زمُونږ هر يو دوست ته سلام ووايه.