تسالونیکیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

دوهم فصل

شر‌اچوونکی کس

۱ای خویندو او ورونو! اوس زمونږ د څښتن عیسی مسیح د راتګ او د هغه سره زمونږ د یوځای کېدلو په هکله ستاسو نه غوښتنه کوو، ۲هوښیار اوسئ چې څوک ستاسو ذهنونه په اسانۍ سره ګډوډ او پرېشانه نه کړي او ووایي چې د څښتن ورځ رارسېدلې ده. که څوک دعوه وکړي چې مونږ د خدای له خوا الهام اخیستی یا مو د چا د خولې نه اورېدلي دي او یا یې زمونږ له خوا لیک تر‌لاسه کړی دی، نو باور ورباندې مه کوئ. ۳هېڅوک دې تاسو په هېڅ ډول ونه غولوي، ځکه چې تر هغې پورې به هغه ورځ رانه شي، ترڅو د خدای په وړاندې بغاوت رامنځته نه شي او هغه شر‌اچوونکی کس راښکاره نه شي چې په قسمت کې یې دوزخ دی. ۴هغه به د هر هغه شي سره چې ورته خدای ویل کیږي او د هر شي سره چې عبادت یې کیږي، مخالفت کوي او خپل ځان به د ټولو څخه لوړ ګڼي. هغه به د خدای په کور کې کښېني او د خدایي دعوه به کوي. ۵ایا تاسو ته په یاد نه دي چې کله زه تاسو سره وم نو د دې ټولو شیانو په هکله مې درته وویل؟ ۶نو اوس تاسو پوهېږئ چې څه شی به د هغه د راتللو مخه نیسي، ترڅو هغه په خپل ټاکلي وخت کې راښکاره شي. ۷ځکه چې هغه شرارت اوس هم په پټه کار کوي. خو هغه به هغه وخت ښکاره شي چې هغه څوک چې د هغه مخه نیسي، هغه لرې شي. ۸بیا به هغه شر‌اچوونکی کس راښکاره شي او څښتن عیسی به هغه د خولې په پوکي سره ووژني او د خپل جلال نه ډک راتګ سره به هغه له منځه یوسي. ۹هغه شر‌اچوونکی کس به د شیطان په قدرت سره راځي او هر ډول معجزې به ښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي چې خلک وغولوي. ۱۰هغه به د هغو خلکو سره چې د بربادۍ خواته روان دي، د هر ډول چل څخه کار واخلي. هغوی به تباه کیږي، ځکه چې حقیقت نه خوښوي او نه یې مني، ترڅو خلاصون ومومي. ۱۱له دې امله خدای به هغوی پرېږدي چې وغولیږي، ترڅو په دروغو باندې باور وکړي. ۱۲نو هغو ټولو خلکو ته به چې په حقیقت باور نه لري او د بدو کارونو څخه خوند اخلي، سزا ورکړل شي.

زمونږ په تعلیم باندې عمل وکړئ

۱۳خو ای څښتن ته ګرانو خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر وکړو. خدای تاسو لکه د لومړني حاصل په شان د خلاصون دپاره غوره کړي یئ، هغه خلاصون چې د روح القدس په وسیله تاسو پاک او سپېڅلي او په حقیقت باندې په باور لرلو سره پیدا کیږي. ۱۴هغه تاسو د هغه زېري په وسیله چې مونږ درته راوړ، راوبللئ، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح په جلال کې شریک شئ. ۱۵نو بیا ای خویندو او ورونو! هغه څه چې مونږ تاسو ته تعلیم درکړی دی، که هغه مو درته په خوله ویلي دي یا مو د لیک په وسیله درکړی دی، په هغه باندې ټینګ ودرېږئ او عمل ورباندې وکړئ.

۱۶نو خپله زمونږ څښتن عیسی مسیح او زمونږ پلار خدای دې چې زمونږ سره یې مینه وکړه او په خپل فضل سره یې مونږ ته تلپاتې تسلي او ښه هیله راکړه، ۱۷تاسو ته د زړونو تسلي درکړي او په هر ښه کار او خبرو کې دې تاسو ته قوت درکړي.