Copyright © 2015-2026 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
د سموییل دوهم کتاب
شلم فصل
د شبع یاغیتوب
۱ داسې وشول چې په جلجال کې یو لوچک سړی ؤ چې شبع نومېده او د بنیامیني بکري زوی ؤ. هغه سرنی وغږاوه او چیغې یې ووهلې:
برخه نه لرو مونږ په داود کې
میراث نه لرو مونږ زوی د یسي کې
ای اسراییلیانو لاړ شئ خپل کورونو ته
۲ نو ټولو اسراییلیانو داود پرېښود او د شبع پسې لاړل، خو د یهودا خلک د داود سره پاتې شول او د اردن د سیند څخه تر اورشلیمه پورې په هغه پسې روان وو.
۳ کله چې داود پاچا خپلې ماڼۍ یعنې اورشلیم ته ورسېده، هغه لس وینځې چې د ماڼۍ د ساتنې دپاره یې پریښې وې، هغوی یې په یو کور کې تر څارنې لاندې وساتلې. د هغوی اړتیاوې به یې پوره کولې، خو د هغوی سره یوځای نه شو. هغوی د مرګ تر ورځې پورې بندیانې وې او لکه د کونډو په شان اوسېدلې.
۴ پاچا عماسا ته حکم وکړ: «د یهودا سړي راوغواړه چې په درېو ورځو کې ما ته راشي او ته خپله هم د هغوی سره حاضر شه.» ۵ نو عماسا لاړ چې د یهودا سړي راټول کړي، خو عماسا په هغه وخت چې پاچا ورته ټاکلی ؤ حاضر نه شو. ۶ نو پاچا ابیشای ته وویل: «شبع به مونږ ته د ابشالوم څخه زیات زیان ورسوي. زما کسان واخله او ورپسې لاړ شه، داسې نه شي چې هغه د قوي دېوالونو ځینې ښارونه ونیسي او زمونږ څخه وتښتي.» ۷ نو د یوآب سړي، کریتیان او فلیتیان چې د پاچا ساتونکي وو او ټول زړور جنګیالي د ابیشای تر امر لاندې ووتل. هغوی د اورشلیم څخه د شبع د تعقیبولو دپاره روان شول. ۸ کله چې هغوی په جبعون کې لوی ګټ ته ورسېدل، عماسا د دوی سره مخامخ شو. یوآب خپل عسکري کالي اغوستي وو او د کالیو دپاسه یې د هغې تورې تسمه چې په پوښ کې وه، تر ملا تړلې وه. څنګه چې هغه مخکې ورغی توره د پوښ څخه ووتله او ولوېدله. ۹ یوآب عماسا ته وویل: «ای وروره، ته څنګه یې؟» بیا یوآب په ښي لاس د عماسا ږیره ونیوله چې ښکل یې کړي. ۱۰ خو عماسا هغې تورې ته پام ونه کړ چې یوآب په بل لاس کې نیولې وه. یوآب توره د ده په ګېډه ومنډله او د هغه کلمې په ځمکه باندې توی شوې او عماسا په دې لومړي ګوزار سره ژوند له لاسه ورکړ.
بیا یوآب او د هغه ورور ابیشای د شبع پسې روان شول. ۱۱ د یوآب د کسانو څخه یو تن د عماسا په څنګ کې ودرېده او غږ یې وکړ: «هرڅوک چې د یوآب او داود پلویان دي هغوی دې د یوآب پسې روان شي!» ۱۲ عماسا په وینو کې رغړېده او د لارې په منځ کې پروت ؤ. د یوآب یو کس ولیدل چې هرڅوک چې به عماسا ته رسېده، نو هلته به ودرېده. نو هغه یې د لارې څخه پټي ته راوړ او پرده یې ورباندې واچوله. ۱۳ وروسته له دې چې عماسا د لارې څخه لېرې کړای شو، ټول کسان د یوآب سره روان شول چې شبع تعقیب کړي.
۱۴ شبع د اسراییلو د ټولو قبیلو د سیمو څخه تېر شو او د آبلبیتمعکې ښار ته راغی. د بکریانو د طایفې ټول غړي سره راټول شول او د هغه سره ښار ته ننوتل. ۱۵ یوآب د خپلو ټولو لښکرو سره راغی او شبع یې په آبلبیتمعکه کې کلابند کړ. هغوی د بهرني دېوال په وړاندې د خاورو ډېرۍ جوړې کړې او همدارنګه د دې دپاره چې هغوی دېوال راوغورځوي د دېوال لاندېنۍ برخه یې وکیندله. ۱۶ په هغه ښار کې یوه هوښیاره ښځه وه چې د دېوال څخه یې غږ وکړ: «واورئ! واورئ! یوآب ته ووایئ چې دلته راشي، زه غواړم چې هغه ته یوه خبره وکړم.» ۱۷ یوآب ورغی او هغې ورڅخه پوښتنه وکړه: «ایا یوآب تاسو یئ؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، زه یم.» هغې وویل: «باداره! زما خبره واورئ.» هغه ځواب ورکړ: «زه یې اورم.» ۱۸ هغې وویل: «په پخوا زمانه کې به یې داسې ویل: لاړ شه او خپل ځواب د آبل په ښار کې ترلاسه کړه او موضوع به حل کېدله. ۱۹ زمونږ ښار په اسراییلو کې یو ډېر سولهییز ښار دی او خلک یې وفادار دي. تاسو ولې د دې کوښښ کوئ چې داسې ښار له منځه یوسئ چې په اسراییلو کې د مور په شان دی؟ ایا تاسو غواړئ هغه څه چې د څښتن دي هغه وران کړئ؟» ۲۰ یوآب ځواب ورکړ: «هېڅکله نه! زه به هېڅکله ستاسو ښار وران نه کړم او نه به یې له منځه یوسم! ۲۱ دا زمونږ پلان نه دی. یو سړی چې شبع نومیږي او د بکري زوی دی او د افرایم د غرنۍ سیمې څخه دی د داود پاچا په وړاندې یاغي شوی دی. یوازې همدا یو سړی راوسپارئ، نو زه به ښار پرېږدم.» هغې وویل: «ډېر ښه، مونږ به د هغه سر د دېوال څخه تاسو ته درګوزار کړو.» ۲۲ بیا هغه ښځه د خپلې حکیمانه مشورې سره د ښار خلکو ته ورغله او هغوی د شبع سر پرې کړ او هغه یې یوآب ته وروغورځاوه. نو یوآب سرنی وغږاوه چې د هغه کسان ښار پرېږدي. هر یو خپل کور ته ستون شو، یوآب هم بېرته اورشلیم ته ستون شو او پاچا ته ورغی.
د داود مامورین
۲۳ یوآب د اسراییلو د ټولو لښکرو قوماندان ؤ او د یهویاداع زوی بنایاه د داود د ساتونکو مشر، یعنې د کریتیانو او فلیتیانو قوماندان ؤ. ۲۴ ادورام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ او یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ. ۲۵ شیوا د دربار منشي ؤ، صادوق او ابیاتار کاهنان وو ۲۶ او یایري عیرا هم د داود کاهن ؤ.