Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى، ۲ د هغه حق د خاطره چې په مونږ کښې اوسيږى او تل تر تله به مونږ سره وى. ۳ د خُدائ پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى به په حقيقت او مينې سره په مونږ کښې وى.
۴ زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے. ۵ اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو. ۶ او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ. ۷ ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى. ۸ خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ. ۹ څوک هم چې بېلارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته. ۱۰ کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ، ۱۱ ځکه چې هر څوک چې هغۀ ته هرکلے وائى، د هغۀ په بدو کارونو کښې شريک دے.
۱۲ اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى. ۱۳ ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى.