د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

شپږم باب

۱ مونږ چې د خُدائ پاک په خِدمت کښې شريک يُو، تاسو ته دا مِنت کوُو چې د خُدائ پاک کوم فضل چې تاسو قبول کړے دے، هغه عبث مۀ ګڼئ. ۲ ځکه چې هغه فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو.“ وګورئ د بچ کېدو وخت اوس راغلے دے. وګورئ دا د خلاصون ورځ ده. ۳ مونږ د چا په لار کښې خنډ نۀ جوړيږو د دې دپاره چې زمونږ په خِدمت کښې څۀ نقصان پېدا نۀ شى، ۴ بلکې د خُدائ پاک د خادِمانو په شان په هره خبره کښې مونږ خپل ځان ښکاره کوُو، او په ډېر صبر سره په مشکلاتو کښې، په سختو کښې او افتونو کښې، ۵ په وهلو ټکولو، په قېدولو، په بلوا کېدلو، په سخت مشقت کولو، په شوګيرو تېرولو، په لوږه تنده کښې وخت تېروو، ۶ او بيا هم په پاکۍ، په عِلم، په صبر، په مهربانۍ، په روحُ القُدس او په بې‌ريا مينې سره ځان ښکاره کوُو. ۷ مونږ په وفادارۍ سره حقيقت بيانوو او د خُدائ پاک قدرت راسره دے. مونږ په خپل ښى لاس او ګس لاس کښې د صداقت وسلې نيولى دى. ۸ مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو، ۹ کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه. ۱۰ کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته. ۱۱ اے کورنتيانو، مونږ تاسو سره صفا خبرې وکړې او درسره د زړۀ نه مينه کوُو. ۱۲ زمونږ په مينه کښې څۀ کمے نشته خو ستاسو په زړونو کښې شته. ۱۳ زۀ درته لکه د خپلو ماشومانو دا خواست کوم چې په خپلو زړونو کښې مونږ ته ځائ راکړئ.

د ژوندى خُدائ پاک کور

۱۴ څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟ ۱۵ ولې د مسيح د شېطان سره څۀ قسم جوړښت شته؟ يا يو ايماندار د يو بې‌ايمانه سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟ ۱۶ نو د خُدائ پاک د کور او د بُتانو په خپلو کښې د جوړښت امکان نشته، نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“ ۱۷ دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم. ۱۸ او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“