Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ يوسياه اتۀ کلن وو چې هغه بادشاه جوړ شو او يو دېرش کاله يې په يروشلم بادشاهى وکړه. ۲ هغۀ هم هغه کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقش قدم باندې روان وو او هغه د خُدائ پاک د قانون نه اخوا دېخوا نۀ اوړېدو.
۳ د يوسياه د بادشاهۍ په اتم کال، چې په کوم وخت کښې هغه لا وړوکے وو، نو هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک عبادت شروع کړو. څلور کاله وروستو هغۀ علاقائى عبادتخانې، د اشيرې بُت نښې او د نورو ټولو بُتانو تباه کول شروع کړل. ۴ د هغۀ د ښودنې لاندې هغه قربانګاه ټوټې ټوټې کړے شوه چرته چې د بعل عبادت کېدو او د دې سره نزدې د خوشبويۍ قربانګاه راوغورزولے شوې. هغوئ د اشيرې بُتانو او د نورو ټولو بُتانو نه خاورې جوړې کړې او هغه خاورې يې د هغه خلقو په قبرونو باندې وشيندلې چا چې دې ته قربانۍ پېش کړې وې. ۵ هغۀ د بُت پرستو اِمامانو هډُوکى په هغه قربانګاه باندې وسوزول چرته چې هغوئ عبادت کړے وو. د دې هر څۀ کولو په وجه هغۀ يهوداه او يروشلم بيا پاک کړل. ۶ هغۀ په ښارونو کښې او د منسى، اِفرائيم او شمعون او په شمال کښې د نفتالى پورې هم دغه شان کار وکړو. ۷ د شمالى بادشاهۍ په ټوله علاقه کښې هغۀ قربانګاه او د اشيرې بُت نښې ټوټې ټوټې کړې او بُتان يې خاورې کړل او د خوشبويۍ ټولې قربانګاه يې ټوټې ټوټې کړې. بيا هغه يروشلم ته راواپس شو.
۸ د هغۀ د بادشاهۍ په اتلسم کال، د هغې نه پس چې کله هغۀ د غېرو قومونو د عبادت نه مالِک خُدائ کور او هغه مُلک پاک کړے وو، نو يوسياه بادشاه دا درې سړى ولېږل چې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور مرمت کړى، د اصلياه زوئ سافن، معسياه، چې د يروشلم حکمران وو او د يهوآخز زوئ يوآخ چې مشر آفسر وو. ۹ کومې پېسې چې ليوى خادمانو د مالِک خُدائ کور کښې راغونډې کړې وې هغه يې مشر اِمام خِلقياه له ورکړې. دا د اِفرائيم او منسى او د شمالى ټولې بادشاهۍ نه او د يهوداه، بنيامين او د يروشلم د خلقو نه راغونډې شوې وې. ۱۰ بيا دا پېسې هغه درېو سړو ته حواله شوې چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران وُو او هغوئ دا پېسې دې مزدورانو له ورکړې ۱۱ يعنې ترکاڼانو او ګِلکارانو له چې جوړ شوى کاڼى او لرګى واخلى او د هغه عمارت په مرمت کښې استعمال شى چې د يهوداه بادشاهانو پرېښے وو چې خراب شى. ۱۲ کومو خلقو چې دا کار کولو هغه ټول محنتى وُو. د هغوئ مشرى دې څلورو ليويانو کوله، د مرارى د قبيلې يحت او عبدياه او د قُهات د قبيلې زکرياه او مسلام. ليويان تکړه موسيقاران وُو. ۱۳ نور ليويان د سامان د وړلو راوړلو او د مختلفو کارونو د کاريګرو مشران وُو او نورو به حِساب کِتاب ساتلو او څوکيدارى به يې کوله. ۱۴ کله چې د ګودام نه پېسې ويستلے شوې نو په دې دوران کښې خِلقياه د مالِک خُدائ د شريعت کِتاب وموندلو، هغه شريعت چې خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ۱۵ هغۀ سافن منشى ته وفرمائيل، ”ما دلته د مالِک خُدائ په کور کښې د شريعت کِتاب موندلے دے.“ هغۀ سافن له کِتاب ورکړو، ۱۶ او سافن هغه کِتاب بادشاه له يوړو. سافن ورته ووئيل، ”تا چې د څۀ حُکم کړے وو نو مونږ هغه هر څۀ کړى دى. ۱۷ کومې پېسې چې د مالِک خُدائ په کور کښې اېښودے شوې وې مونږ هغه کاريګرانو او د هغوئ مشرانو ته حواله کړې دى.“ ۱۸ بيا هغۀ ووئيل، ”هغه کِتاب دلته ما سره دے چې خِلقياه ما له راکړے دے.“ او هغۀ بادشاه ته د دې تلاوت وکړو. ۱۹ کله چې بادشاه هغه کِتاب واورېدو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. ۲۰ او هغۀ خِلقياه، د سافن زوئ اخيقام، د ميکاياه زوئ عبدون، د دربار منشى سافن او د بادشاه مدد کوونکى عساياه له دا حُکم ورکړو، ۲۱ ”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“ ۲۲ د بادشاه په حُکم، خِلقياه او نور لاړل چې د يوې ښځې سره مشوره وکړى چې نوم يې خُلده وو، دا پېغمبره د يروشلم په نوې حِصه کښې اوسېده. د هغې خاوند سلوم، د توقهت زوئ او د خسره نمسے وو، سلوم د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو. چې څۀ شوى وُو نو هغوئ ورته هغه بيان وکړو، ۲۳ او هغې ورته ووئيل چې واپس بادشاه له لاړ شئ او ورته ووايئ ۲۴ چې د مالِک خُدائ نه دا پېغام راغلے دے، ”زۀ به په يروشلم او د دې په ټولو خلقو افت راولم چې په کښې به هغه ټول لعنتونه وى چې په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى کوم چې بادشاه ته بيان شو. ۲۵ هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“ ۲۶ خو د يهوداه هغه بادشاه له واپس ورشه چا چې د مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره رالېږلے يې او هغۀ ته ووايه چې، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغه پېغام په حقله داسې فرمائى چې تا اوس اوس واورېدو، ۲۷ نو تۀ پښېمانه شوې او د خُدائ پاک په حضور کښې دې خپل ځان عاجز کړو، کله چې تا واورېدل چې هغۀ د دې ځائ او خلقو خلاف خبرې وکړې. کله چې تا خپل ځان زما د وړاندې عاجز کړو او خپلې جامې دې وشلولې او زما په حضور کښې وژړل، نو ما ستا دعا واورېدله، مالِک خُدائ فرمائى، ۲۸ او زۀ چې يروشلم له کومه سزا ورکوم هغه به تر هغه وخت پورې نۀ راځى چې ترڅو تۀ مړ شوے نۀ يې. او زۀ به تا پرېږدم چې په سلامتۍ سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه ته راواپس شول.
۲۹ يوسياه بادشاه د يهوداه او يروشلم ټول مشران راغونډ کړل، ۳۰ او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل، چې اِمامان او ليويان او ټول خلق، مالداره او غريبانان په کښې شامل وُو. بادشاه د هغوئ ټولو په مخکښې د لوظ د هغه کِتاب تلاوت وکړو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے شوے وو. ۳۱ هغه د شاهى ستنې سره ولاړ وو او د مالِک خُدائ سره يې يو لوظ وکړو چې د هغۀ تابعدارى به کوى او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ قانون او حُکمونه به منى او هغه مطالبې به پوره کوى کومې چې د دې لوظ سره تړلې دى، هم هغه شان چې څنګه په هغه کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۳۲ هغۀ د بنيامين خلق او د يروشلم خلق هم هغه لوظ ته مجبور کړل. نو د يروشلم خلقو د لوظ هغه مطالبې ومنلې کوم لوظ چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک سره کړے وو. ۳۳ نو يوسياه بادشاه هغه ټول حرام کاره بُتان تباه کړل کوم چې د اِسرائيل په علاقه کښې وُو او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وو، نو هغوئ د مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک نه نۀ اوړېدل.