Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ حزقياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور ابياه د زکرياه لور وه. ۲ هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقشِ قدم باندې روان وو او هغه کار يې کولو چې مالِک خُدائ ورباندې رضا کېدو.
۳ د حزقياه د بادشاهۍ د اول کال په وړومبۍ مياشت، هغۀ د مالِک خُدائ د کور دروازې کولاو کړې او مرمت يې کړې. ۴ هغۀ د مالِک خُدائ د کور نمرخاتۀ طرف ته دربار کښې اِمامان او ليويانو راغونډ کړل ۵ او هلته يې ورته خبرې وکړې. هغۀ وفرمائيل، ”ليويانو تاسو به خپل ځانونه وقف کړئ او د مالِک خُدائ کور به پاک کړئ کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. د مقدس ځائ نه ټول ناپاکه څيزونه لرې کړئ. ۶ زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک نافرمانه وُو او هغه کار يې کولو چې په څۀ باندې هغه ناراضه کېدو. هغوئ مالِک خُدائ او د هغۀ کور پرېښودو او هغۀ ته يې شا وګرځوله. ۷ هغوئ د ننوتو د کوټې دروازې بندې کړې، ډيوې يې پرېښودې چې مړې شى او خوشبوئى يې نۀ سوزوله او نۀ يې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په مقدس ځائ کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. ۸ نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده. ۹ زمونږ پلار نيکۀ په جنګ کښې وژلے شوى وُو او زمونږ ښځې او بچى قېديان بوتلے شوى دى. ۱۰ اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره يو لوظ وکړم، نو هغه به نور مونږ ته غصه نۀ وى. ۱۱ زما زامنو وخت مۀ ضائع کوئ. تاسو هغه څوک يئ چې مالِک خُدائ د دې دپاره خوښ کړى يئ چې هغۀ ته خوشبوئى وسوزوئ او د هغۀ په عبادت کښې د خلقو مشرى وکړئ.“ ۱۲-۱۴ دا ليويان هلته موجود وُو: د قُهات د قبيلې، د عماسى زوئ محت او د عزرياه زوئ يوايل، د مرارى د قبيلې، د عبدى زوئ قيس او د يهللايل زوئ عزرياه، د جيرسون د قبيلې، د زِمه زوئ يوآخ او د يوآخ زوئ عدن، د اليصفن د قبيلې، سِمرى او يعىايل، د آسف د قبيلې، زکرياه او متنياه، د هيمان د قبيلې، يحىايل او سِمعى، د يدوتون د قبيلې، سمعياه او عُزىاېل. ۱۵ دې سړو خپل ليويان راغونډ کړل او هغوئ ټولو خپل ځانونه پاک کړل. بيا هغوئ د مالِک خُدائ د کور پاکول شروع کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. هغوئ په خپل کار کښې د مالِک خُدائ د اصُولو منلو خيال ساتلو. ۱۶ د مالِک خُدائ د کور مقدس کولو دپاره اِمامان دننه لاړل او هغوئ د مالِک خُدائ د کور دربار ته هغه هر څۀ راوويستل کوم چې ناپاک وُو. ليويانو هغه هر څۀ د ښار نه بهر د قِدرون وادۍ ته يوړل. ۱۷ نو هغوئ د اولې مياشتې په وړومبۍ ورځ مقدس کول شروع کړل، نو هم د دې مياشتې په اتمه ورځ هغوئ د مالِک خُدائ د کور د ننوتلو دروازې پورې ورسېدل. بيا هغوئ په اتۀ نورو ورځو کښې د مالِک خُدائ کور پاک کړو او د وړومبۍ مياشتې په شپاړسمه ورځ يې ټول کار ختم کړو.
۱۸ ليويان لاړل او حزقياه بادشاه ته يې دا خبرې وکړې، ”مونږ د مالِک خُدائ د کور د پاکوالى ټول رسم پوره کړے دے، چې په هغې کښې د سوزېدونکې نذرانو قربانګاه، د مقدسې روټۍ مېز او د هغې ټول سامان هم شامل دے. ۱۹ مونږ هغه ټول سامان هم واپس راوړے دے چې کوم احاز بادشاه د خپلې بادشاهۍ په وخت کښې اوړے وو چې کله هغه د خُدائ پاک نافرمانه وو او مونږ دا بيا وقف کړے دے. دا هر څۀ د مالِک خُدائ د قربانګاه په مخکښې دى.“ ۲۰ نو حزقياه سحر وختى د ښار مشران سړى راغونډ کړل او هغوئ په يو ځائ د مالِک خُدائ کور ته لاړل. ۲۱ د شاهى خاندان او د يهوداه د خلقو د ګناه د کفارې دپاره او د مالِک خُدائ د کور د پاکولو دپاره، هغوئ اووۀ غوَيى، اووۀ ګډان، اووۀ ګډُورى او اووۀ چېلى د يوې نذرانې په توګه بوتلل. بادشاه د هارون د اولاد اِمامانو ته ووئيل چې هغه ځناور په قربانګاه باندې قربانى کړئ. ۲۲ اِمامانو اول غوَيان حلال کړل، بيا يې ګډان او بيا يې ګډُورى حلال کړل او د هرې قربانۍ وينه يې په قربانګاه باندې وشيندله. ۲۳ په آخر کښې هغوئ بادشاه او نورو عبادت کوونکو له چېلى راوستل، چې هغوئ خپل لاسونه په دې چېلو باندې کېښودل. ۲۴ اِمامانو بيا چېلى حلال کړل او د دې وينه يې په قربانګاه توئ کړه چې دا د ټولو خلقو د ګناه د کفارې نذرانه شى، ځکه چې بادشاه حُکم کړے وو چې د ټول اِسرائيل دپاره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې پېش شى. ۲۵ بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل، ۲۶ دا د موسيقۍ هم هغه شان څيزونه وُو چې څنګه داؤد بادشاه استعمال کړى وُو. هلته اِمامان هم د بيګلو سره ولاړ وُو. ۲۷ حزقياه حُکم وکړو چې سوزېدونکې نذرانه دې پېش کړے شى، او چې څنګه د نذرانې پېش کېدل شروع شول، نو خلقو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وئيل شروع کړل او موسيقارانو د بيګلو او نورو څيزونو غږول شروع کړل. ۲۸ هلته چې هر څوک هم وو نو هغوئ په عبادت کښې شريک شُو او ثناء صِفت وکړو او نوره موسيقى تر هغه وخت پورې جارى وه چې ټولې نذرانې وسوزولے شوې. ۲۹ بيا حزقياه بادشاه او ټول خلق ټيټ شول او د خُدائ پاک عبادت يې وکړو. ۳۰ بادشاه د قوم مشرانو ليويانو ته وفرمائيل چې د مالِک خُدائ د ثناء صِفت هغه سندرې ووايئ کومې چې د داؤد او د آسف پېغمبر په ذريعه ليکلے شوې وې. نو هر يو د لوئې خوشحالۍ سره او سندرې ووئيلې هغوئ د خُدائ پاک په وړاندې په زنګنونو او ټيټ شول او د هغۀ عبادت يې وکړو. ۳۱ حزقياه خلقو ته وفرمائيل، ”اوس چې تاسو پاک شوئ، نو د مالِک خُدائ کور ته قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړئ.“ نو خلقو خپلې قربانۍ او د شکرانې نذرانې راوړې او چا چې غوښتل نو هغوئ سوزېدونکې نذرانې هم راوړې. ۳۲ هغوئ مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه اويا غوَيى، سل ګډان او دوه سوه ګډُورى راوستل، ۳۳ هغوئ شپږ سوه غوَيى او درې زره ګډان هم راوستل چې د خلقو د خوړلو دپاره قربانى شى. ۳۴ خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو. ۳۵ د پوره سوزېدونکو نذرانو د پېش کېدو نه علاوه، اِمامان د هغه وازګې د سوزولو هم ذمه وار وُو کومه چې د هغه نذرانو نه پېش کړے شوې وه چې خلقو خوړلې وه او هغوئ د هغه ميو د تويولو هم ذمه وار وُو چې د سوزېدونکې نذرانو سره پېش کړے شوى وُو. نو داسې د مالِک خُدائ په کور کښې عبادت بيا شروع شو. ۳۶ حزقياه بادشاه او خلق خوشحاله وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغوئ مدد کړے وو چې هر څۀ زر زر وشى.