د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

درېم باب

۱نو کله چې مونږ نور دا برداشت نۀ کړے شو، نو مونږ په اتينيه کښې د يواځې پاتې کېدو فېصله وکړه، ۲نو مونږ تيموتيوس چې زمونږ ورور او د مسيح په زېرى کښې د خُدائ پاک خادِم دے د دې دپاره درولېږلو چې هغه تاسو مضبوط کړى او تاسو له په ايمان کښې ډاډګيرنه درکړى، ۳نو چې څوک د دې مصيبتونو په وجه خطا نۀ شئ، ځکه چې تاسو ته پته ده چې دا مصيبتونه زمونږ په نصيب کښې ليکلے شوى دى. ۴په حقيقت کښې کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ تاسو ته ووئيل چې په مونږ به دا تکليفونه ضرور راځى او دا هم دغه شان وشو لکه څنګه چې تاسو ته ښۀ پته ده. ۵په دې وجه کله چې ما دا نور زيات برداشت نۀ کړو نو ستاسو د ايمان د حال معلومولو دپاره مې تيموتيوس درولېږلو ځکه چې زۀ يرېدلم چې هسې نه چې شېطان تاسو آزمائيلى يئ او زمونږ محنت بې‌فائدې شوے وى. ۶خو تيموتيوس اوس له تاسو نه مونږ له واپس راغلو او ستاسو د ايمان او د مينې ښۀ زيرے يې راوړلو. او مونږ ته يې دا هم ووې چې تاسو تل زمونږ خير غواړئ او زمونږ د ليدو په خواهش کښې يئ لکه څنګه چې مونږ ستاسو د ليدو خواهش کوُو. ۷نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د خپلو ټولو کړاونو او مصيبتونو باوجود ستاسو د ايمان په وجه تسلى وموندله. ۸خو اوس مونږ حقيقت کښې ژوندى يُو ځکه چې تاسو په مالِک کښې مضبوط ولاړ يئ. ۹مونږ بيا څنګه ستاسو دپاره د خُدائ پاک شُکر وکړُو د هغه خوشحالۍ په بدل کښې کومه چې ستاسو په وجه مونږ ته د خُدائ پاک په حضور کښې حاصله شوې ده؟ ۱۰مونږ شپه او ورځ د زړۀ نه ډېره دُعا کوُو چې مونږ تاسو بيا ووينو او ستاسو د ايمان کموالے پوره کړُو. ۱۱زمونږ لاره دې اوس زمونږ خُدائ پاک او پلار او زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله ستاسو په طرف سمه کړى. ۱۲او مالِک دې ستاسو مينه د يو بل او د ټولو دپاره داسې ډېره او مضبوطه کړى لکه څنګه چې زمونږ مينه ستاسو سره ده. ۱۳نو هغه دې ستاسو زړونه مضبوط، بې‌عېبه او مقدس کړى، کله چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک او پلار په وړاندې ودرېږئ، کله چې مالِک عيسىٰ د خپلو مقدسينو سره دوباره واپس راشى.