Copyright © 2015-2025 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“ ۲ نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل. ۳ داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابىجيل چې د کرمل وه. ۴ کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل. ۵ داؤد اکيس ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما سره ښېګړه کول غواړې نو ما له اجازت راکړه چې په يو وړوکى ښار کښې اوسېږم. صاحِبه، زما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې زۀ تا سره په شاهى ښار کښې اوسېږم.“ ۶ نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے. ۷ داؤد په فلستى مُلک کښې شپاړس مياشتې اوسېدو. ۸ په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې. ۹ ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو. ۱۰ اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل. ۱۱ داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول. ۱۲ خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“