0:00 / 0:00

د بادشاهانو اول کِتاب

اوولسم باب

د حضرت الياس د اوچ کالۍ پېشګوئې ورکول

۱ په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“ ۲ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، ۳ ”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. ۴ تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“ ۵ الياس د مالِک خُدائ فرمانبردارى وکړه او د کريت ولې سره نزدې د اوسېدو دپاره لاړو. ۶ کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې. ۷ خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه.

د صارفت د کونډې قيصه

۸ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ۹ ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“ ۱۰ نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“ ۱۱ څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“ ۱۲ کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“ ۱۳ الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه. ۱۴ ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“ ۱۵ هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو. ۱۶ مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول. ۱۷ څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه. ۱۸ هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“ ۱۹ الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو ۲۰ او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“ ۲۱ بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“ ۲۲ مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو. ۲۳ الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“ ۲۴ هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“