د یوحنا رسول لومړی لیک

دوهم فصل

مسیح زمونږ شفاعت کوونکی دی

۱ای زما ګرانو بچیانو، زه دا خبرې د دې دپاره تاسو ته لیکم چې تاسو ګناه ونه کړئ. خو که چېرې څوک ګناه وکړي، نو د پلار سره زمونږ یو څوک شته چې زمونږ شفاعت به کوي، یعنې عیسی مسیح چې عادل دی. ۲هغه په خپله زمونږ د ګناهونو کفاره کوونکی دی، یوازې زمونږ د ګناهونو دپاره نه بلکې د ټولې نړۍ د ګناهونو دپاره.

۳که چېرې مونږ د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو، نو ډاډه یو چې هغه پېژنو. ۴که چېرې څوک وایي چې زه هغه پېژنم، خو د هغه په حکمونو باندې عمل نه کوي نو هغه دروغجن دی او هېڅ رښتیا په هغه کې نشته. ۵خو که څوک د هغه په کلام باندې عمل کوي، نو د هغه په زړه کې په رښتیا سره د خدای دپاره مینه کامله شوې ده. نو په دې ډول کولای شو په دې ډاډه شو چې مونږ د خدای سره ملګرتیا لرو. ۶که چېرې څوک ووایي چې هغه د خدای سره په شراکت کې اوسیږي، نو باید داسې ژوند وکړي لکه څنګه چې عیسی کاوه.

نوی حکم

۷ګرانو دوستانو، زه تاسو ته کوم نوی حکم نه لیکم بلکې دا زوړ حکم دی، یعنې هغه حکم چې د پیل نه تاسو ته درکړل شوی دی. دا زوړ حکم هماغه پیغام دی چې پخوا مو اورېدلی دی. ۸خو بیاهم زه تاسو ته یو نوی حکم لیکم او د هغه رښتینولي هم په مسیح او هم په تاسو کې لیدل کیږي. ځکه چې تیاره ورکیږي او حقیقي رڼا د ځلېدلو په حال کې ده.

۹که څوک دا دعوه کوي چې هغه په رڼا کې ژوند تېروي خو د خپل ورور نه کرکه کوي نو هغه لا تر‌اوسه په تیاره کې دی. ۱۰که څوک د خپل ورور سره مینه کوي، نو هغه په رڼا کې اوسیږي او د ګناه سبب به نه شي. ۱۱خو که څوک د ورونو نه کرکه کوي، نو هغه به په تیاره کې ژوند کوي او په تیاره کې به روان وي او په دې به نه پوهیږي چې چېرته روان دی، ځکه چې تیارې د هغه سترګې ړندې کړي دي.

۱۲ای ګرانو بچیانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسیح د نوم په خاطر بخښل شوي دي.

۱۳ای پلرونو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.

ای ځوانانو، زه تاسو ته لیکم ځکه چې تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.

۱۴ای ګرانو بچیانو، تاسو ته مې ولیکل، ځکه چې تاسو پلار پېژنئ.

ای پلرونو، تاسو ته مې ولیکل ځکه چې تاسو هغه پېژنئ چې له ازله موجود دی.

ای ځوانانو، ما تاسو ته ولیکل، ځکه چې تاسو قوي یئ او د خدای کلام په تاسو کې اوسیږي او تاسو په شیطان باندې بریالي شوي یئ.

د دنیاوي شیانو سره مینه مه کوئ

۱۵د نړۍ او هغو شیانو سره چې په نړۍ کې دي مینه مه کوئ، ځکه څوک چې د نړۍ سره مینه کوي په هغه کې د پلار خدای دپاره مینه نشته. ۱۶ځکه چې هر هغه څه چې په نړۍ کې دي یعنې نفساني غوښتنې، د سترګو شوق او هغه شیان چې خلک ورباندې غرور کوي، هغه د پلار له خوا نه بلکې د دې نړۍ شیان دي. ۱۷دنیاوي غوښتنې تېرېدونکي دي، خو څوک چې د خدای رضا پوره کوي هغه به تل ترتله ژوندی وي.

د مسیح دښمن

۱۸ګرانو بچیانو، دا اخرنی وخت دی. تاسو اورېدلي وو چې د مسیح دښمن راروان دی او اوس د مسیح ډېر دښمنان راښکاره شوي دي، نو له دې امله مونږ پوهېږو چې دا اخرنی وخت دی. ۱۹دا خلک زمونږ سره نه وو، نو ځکه هغوی زمونږ نه لاړل. که هغوی زمونږ وای، نو زمونږ سره به پاتې شوي وای. خو کله چې هغوی لاړل، نو معلومه شوه چې هغوی په رښتیا سره زمونږ نه وو.

۲۰خو د خدای سپېڅلي یعنې مسیح تاسو د روح القدس په وسیله مسح کړي یئ، نو له همدې امله تاسو ټولو ته حقیقت معلوم دی. ۲۱نو دا مې تاسو ته له دې امله نه دي لیکلي چې د حقیقت څخه بې‌خبره یئ، بلکې دا چې تاسو ورباندې خبر یئ او همدارنګه تاسو پوهېږئ چې دروغ هېڅکله هم د رښتیا څخه نه راپیدا کیږي.

۲۲نو بیا هغه دروغجن څوک دی؟ دا هغه څوک دی چې وایي چې عیسی هماغه مسیح نه دی. دا سړی د مسیح دښمن دی ځکه چې هغه پلار او زوی دواړه نه مني. ۲۳څوک چې زوی نه مني، نو پلار هم نه مني او څوک چې زوی ومني نو پلار یې هم منلی دی. ۲۴نو ګورئ، تاسو چې له پیل نه کوم څه اورېدلي دي هغه په خپلو زړونو کې وساتئ. که داسې وکړئ، نو تاسو به هم د زوی او پلار سره په شراکت کې واوسېږئ. ۲۵او دا هغه څه دي چې خپله مسیح وعده کړې ده چې مونږ ته به تلپاتې ژوندون راکوي.

۲۶زه دا شیان د هغو خلکو په هکله تاسو ته لیکم چې غواړي تاسو بې‌لارې کړي. ۲۷خو مسیح تاسو ته روح القدس درکړی دی او هغه په تاسو کې اوسیږي، نو تاسو اړتیا نه لرئ چې کوم څوک درته تعلیم درکړي. ځکه چې روح القدس تاسو ته د ټولو شیانو په هکله تعلیم درکوي او د هغه تعلیم حقیقي تعلیم دی او دروغ په کې نشته. نو لکه څنګه چې هغه درته تعلیم درکړی دی د هغه سره په شراکت کې واوسېږئ.

د خدای اولادونه

۲۸هو، ای ګرانو بچیانو! د هغه سره په شراکت کې اوسئ چې کله هغه راښکاره شي نو مونږ به ډاډه اوسو او د هغه په راتللو سره به د هغه په حضور کې ونه شرمېږو. ۲۹څرنګه چې تاسو په دې پوه شوي یئ چې مسیح عادل دی، نو باید ډاډه اوسئ چې هرڅوک چې عدالت کوي هغه د خدای روحاني اولاد دی.