Copyright © 2015-2024 Pashto Bibles, PBS & UBS. All rights reserved
۱ د اسراییلو لښکرې د دولسو فرقو څخه جوړې شوې وې چې په هغو کې د کورنیو مشران، د لښکرو قوماندانان او د پاچا درباریان شامل وو. هره فرقه له څلورویشتو زرو کسانو څخه جوړه شوې وه چې په نوبت سره یې په کال کې یوه میاشت خدمت کاوه. دا د هغو قوماندانانو لست دی چې عسکرو به په ترتیب سره د میاشتني خدمت دپاره رابلل:
۱۶-۲۲ دا د هغو مشرانو لست دی چې په اسراییلو کې د هرې قبیلې مسؤولان وو:
د زکري زوی الیعازر د روبین د قبیلې مسوول ؤ؛ د معکه زوی شفطیا د شمعون د قبیلې مسوول ؤ؛ د قموییل زوی حشبیا د لاوي د قبیلې مسوول ؤ او صادوق کاهن د هارون د اولادې مسوول ؤ؛ د داود پاچا یو ورور یعنې الیهو د یهودا د قبیلې مسوول ؤ؛ د میکاییل زوی عمري د یساکار د قبیلې مسوول ؤ؛ د عوبدیا زوی یشمعیا د زبولون د قبیلې مسوول ؤ؛ د عزریییل زوی یریموت د نفتالي د قبیلې مسوول ؤ؛ د عززیا زوی هوشع د افرایم د قبیلې مسوول ؤ؛ د فدایا زوی یوییل د لوېدیځې منسي د قبیلې مسوول ؤ؛ د زکریا زوی عیدو د ختیځې منسي د قبیلې مسوول ؤ؛ د ابنیر زوی یعسي ییل د بنیامین د قبیلې مسوول ؤ او د یروحام زوی عزرییل د دان د قبیلې مسوول ؤ.
۲۳ د څښتن د هغې وعدې له مخې چې هغه به د اسراییلو قوم د اسمان د ستورو په شان ډېر کړي، نو داود پاچا د هغو خلکو سرشمېرنه ونه کړه چې عمرونه یې شل او یا له شلو کالو څخه لږ وو. ۲۴ یوآب د زرویه زوی په سرشمېرنې پیل وکړ، خو هغه دا کار سرته ونه رساوه. ځکه خدای اسراییلو ته د دې سرشمېرنې له امله سزا ورکړه، نو وروستنی شمېر هېڅکله د داود د پاچاهۍ د تاریخ په رسمي کتاب کې ثبت نه شو.
۲۵ د عدیییل زوی عزموت د پاچا د شاهي ګودامونو مسوول ؤ. د عزیا زوی یوناتان د پاچا د نورو تحویلخانو چې په ښارګوټو، کلیو او د څارنې په برجونو کې وې، مسوول ؤ.
۲۶ د کلوب زوی عزري د هغو کارګرانو مسوول ؤ چې د پاچا په کروندو کې یې کښت کاوه.
۲۷ له رامه څخه شمعي د انګورو د تاکونو مسوول ؤ او له شفام څخه زبدي د انګورو د شرابو د زېرمه کولو مسوول ؤ.
۲۸ له جدر څخه بعل حانان د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د زیتونو د تېلو او د انځر د ونو مسوول ؤ او یوآش د زیتونو د تېلو د زېرمه کولو مسوول ؤ.
۲۹ له شارون څخه شطرای د هغو پادو مسوولیت په غاړه درلود چې د شارون په ډاګونو کې څرېدلې او د عدلائي زوی شافاط د هغو پادو مسوولیت په غاړه درلود چې په درو کې ساتل کېدلې.
۳۰ اسماعیلي عوبیل د اوښانو مسوول ؤ او د میرونوت څخه یحدیای د خرو مسوول ؤ. ۳۱ هاجري یازیز د رمو مسوول ؤ.
دا پورته ذکر شوي کسان د داود پاچا د شتمنۍ ناظران وو.
۳۲ د داود پاچا تره یوناتان یو پوه مشاور او عالم ؤ. هغه او د حکموني زوی یحییل د پاچا د زامنو ښوونکي وو.
۳۳ اخیتوفل د پاچا مشاور ؤ او ارکي حوشای د پاچا ملګری او مشاور هم ؤ. ۳۴ له اخیتوفل څخه وروسته د بنایاه زوی یهویاداع او ابیاتار مشاوران شول.
یوآب د پاچا د لښکرو عمومي قوماندان ؤ.