چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ او بيا، مونږ د بسن علاقې طرف ته لاړُو او د ادرعى ښار ته نزدې د عوج بادشاه د خپل ټول لښکر سره زمونږ سره جنګ دپاره راووتلو. ۲ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د هغۀ نه مۀ يرېږه. زۀ هغه، د هغۀ سړى او د هغۀ ټوله علاقه تاسو له درکوم. د هغۀ سره هم هغه شان کار وکړئ لکه څنګه چې مو د امورى بادشاه سيحون سره کړے وو چې هغۀ په حسبون بادشاهى کوله. ۳ نو مالِک خُدائ د عوج بادشاه او د هغۀ خلق هم مونږ له په لاس کښې راکړل او مونږ هغوئ ټول ووژل. يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو. ۴ هم په هغه وخت مونږ د هغۀ ټول ښارونه قبضه کړل، داسې يو ښار هم نۀ وو چې مونږ نيولے نۀ وو. مونږ ټول شپېتۀ ښارونه ونيول، د ارجوب ټوله علاقه چرته چې د بسن بادشاه عوج بادشاهى کوله. ۵ د دې ټولو ښارونو لوړ لوړ پاخۀ دېوالونه وُو، دروازې او د دروازو بندولو دپاره يې اړامونه وُو او هلته داسې کلى هم وُو چې دېوالونه يې نۀ وُو. ۶ مونږ ټول ښارونه تباه کړل او ټول سړى، ښځې او ماشومان مو ووژل، هم هغه شان لکه څنګه چې مونږ د حسبون بادشاه چې نوم يې سيحون وو په ښارونو کښې کړى وُو. ۷ مونږ ټول څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل. ۸ په هغه وخت کښې مونږ د هغه دوه امورى بادشاهانو نه د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون سيند نه واخله د حرمون غرۀ پورې علاقه ونيوله. ۹ صيدانيان د حرمون غرۀ ته سِريون نوم اخلى او اموريان ورته سنير وائى. ۱۰ مونږ د بسن بادشاه عوج ټول مُلک قبضه کړو يعنې د لوړې علاقې ښارونه، د جِلعاد او بسن علاقې، د سلکه او ادرعى ښارونو پورې.“ ۱۱ عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
۱۲ ”کله چې مونږ په هغه مُلک قبضه وکړه، نو ما د ارنون سيند ته نزدې د عروعير ښار علاقه او د غرونو مُلک جِلعاد برخه، سره د دې د ښارونو د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. ۱۳ د جِلعاد هغه پاتې برخه او ټول بسن ما د منسى نيمې قبيلې په حواله کړو، چرته چې عوج بادشاهى کړې وه، هغه د ټول ارجوب علاقه وه.“ بسن د رفائيانو مُلک په نوم مشهور وو. ۱۴ د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى. ۱۵ ”د منسى قبيلې مکير ته ما جِلعاد په حواله کړو. ۱۶ او د جِلعاد نه واخله د ارنون سيند پورې علاقه ما د روبين او جاد قبيلو په حواله کړه. د هغوئ سرحد د سيند مينځ وو او د هغوئ بل سرحد د يبوق سيند وو، چې د هغې يوه برخه د عمونيانو سرحد وو. ۱۷ د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه. ۱۸ هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى. ۱۹ ما ته پته ده چې تاسو سره ډېر څاروى دى، نو صِرف ستاسو ښځې، بچى او څاروى به په هغه ښارونو کښې ستاسو نه پاتې شى کوم چې ما ستاسو په حواله کړى دى. ۲۰ هغه مُلک چې مالِک خُدائ يې بنى اِسرائيلو له ورکوى چې د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دے، د هغې په نيولو کښې تر هغې پورې د بنى اِسرائيلو مدد وکړئ چې مالِک خُدائ هغوئ هلته په امن سره اوسېدو ته پرېښى نۀ وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو په امن کړى يئ. د هغې نه پس، تاسو واپس دې مُلک ته راتلے شئ کوم چې ما ستاسو په حواله کړے دے. ۲۱ بيا ما يشوَع ته دا اصُول وښودل، تا هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه دوه بادشاهانو يعنې سيحون او عوج سره وکړل، او چې د چا په مُلک هم حمله کوئ نو هم هغه شان به ورسره وشى. ۲۲ د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو دپاره جنګ وکړى.
۲۳ په هغه وخت کښې ما د زړۀ د اخلاصه دا دُعا وکړه چې، ۲۴ اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى. ۲۵ مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم. ۲۶ خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ما ته په قهر وو او زما سوال يې وانۀ ورېدو. او راته يې وفرمائيل، بس نور چې د دې ذِکر ونۀ کړئ. ۲۷ د پِسګه غرۀ سر ته لاړ شه او هر طرف ته وګوره. چې څۀ درته ښکارى نو هغه په غور سره وګوره، ځکه چې تۀ به هيڅکله هم د اُردن نه پورې نۀ وځې. ۲۸ د دې په ځائ يشوَع ته خپل اصُول وښايه. د هغۀ حوصله مضبوطه کړه، ځکه چې هغه به د خلقو لارښودنه کوى چې هغه مُلک قبضه کولو له ورپورې وځى کوم چې تۀ وينې. ۲۹ نو مونږ بيتفعور ښار ته مخامخ په هغه مېدان کښې پاتې شُو.“