۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

اوويشتم باب

په کاڼو د خُدائ پاک ليکلے قانون

۱ بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشرانو خلقو ته وفرمائيل، ”نن چې زۀ کوم اصُول درته ښايم هغه ټول ومنئ. ۲ په کومه ورځ چې تاسو د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هلته لوئ لوئ کاڼى ودروئ او لېو يې کړئ، ۳ او په هغې باندې دا ټول قانون او خبرې وليکئ. کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې پئ او شات په کښې ډېر تېر وى، چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ستاسو سره د هغې وعده کړې ده، ۴ او چې تاسو د اُردن بلې غاړې ته واوړئ، نو د عيبال په غرۀ باندې دا کاڼى ودروئ، لکه څنګه چې نن زۀ تاسو له حُکم درکوم او هغه کاڼى لېو کړئ. ۵ هلته د کاڼو يوه داسې قربان‌ګاه جوړه کړئ چې د هغې په جوړولو کښې د اوسپنې هيڅ آوزار استعمال نۀ شى، ۶ ځکه چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره هره قربان‌ګاه جوړَوئ نو هغه دې د داسې کاڼو نه جوړولے شى چې کټ کړے شوى نۀ وى. هلته به تاسو سوزېدونکې قربانۍ پېش کوئ، ۷ او هلته به تاسو قربانى کوئ او خپلې د سلامتۍ نذرانې به خورئ او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې به شُکر وباسئ. ۸ په کومو کاڼو باندې چې لېو شوے وى په هغې باندې د خُدائ پاک د قانون هره يوه خبره صفا صفا وليکئ.“ ۹ بيا موسىٰ او د ليوى قبيلې اِمامانو ټولو بنى اِسرائيلو ته ووئيل، ”اے د بنى اِسرائيلو خلقو، خاموش شئ او غوږ ونيسئ. نن تاسو د خپل خُدائ پاک د مالِک خُدائ خپل خلق شوئ، ۱۰ نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“

د نافرمانۍ لعنتونه

۱۱ بيا هم په هغه ورځ موسىٰ د بنى اِسرائيلو خلقو ته وفرمائيل، ۱۲ ”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى. ۱۳ نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى ۱۴ ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،

۱۵ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د کاڼى، لرګى، يا د ويلې کړے شوے څۀ څيز نه بُت جوړ کړى او په پټه د هغې عبادت کوى، مالِک خُدائ د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۶ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل مور پلار بې‌عزتى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۷ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۸ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې يو ړوند کس بې‌لارې کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۱۹ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۰ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بې‌عزتى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۱ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ځناور سره حرامکارى کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۲ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۳ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپلې خواښې سره زنا کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۴ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۵ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بې‌ګناه کس د قتل پېسې اخلى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.

۲۶ د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خُدائ پاک په ټولو لارښودنو او قانون باندې عمل نۀ کوى.

نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.