۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت دانيال نبى کِتاب - ماخذ انبياء

شپږم باب

حضرت دانيال د زمرو په غار کښې اچول

۱داريوس دا فېصله وکړه چې ټوله بادشاهى په يو سل او شل صوبو باندې تقسيم کړى، او هغۀ لوئ آفسران مقرر کړل چې په هره صوبه حکمرانى وکړى. ۲بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى. ۳دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى. ۴نو په دې وجه نور وزيران او لوئ آفسران په دې لټون کښې شُو چې د هغۀ په حکومتى انتظام کښې څۀ داسې غلطى پېدا کړى. خو هغوئ څۀ داسې هيڅ څيز د هغۀ خلاف پېدا نۀ کړلو چې هغه پرې ملامته کړى، ځکه چې هغه ډېر ايماندار وو او هيڅ قسم غلطى او بې‌ايمانى يې نۀ کوله. ۵آخر هغه کسانو دا ووئيل چې، ”دې طريقې سره به مونږ په دانيال هيڅ قِسمه اِلزام ونۀ لګولے شُو. خو يوه خبر ده چې د اِلزام باعث جوړېدے شى يعنې د هغۀ د خُدائ پاک د شريعت په حقله.“ ۶نو بيا وزيران او لوئ آفسران په يو ځائ بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داريوس بادشاه دې د تل دپاره ژوندے وى. ۷مونږ د ټول مُلک شاهى وزيران، آفسران، مشيران، مشران او حاکمان په دې راضى شوى يُو چې بادشاه دې يو فرمان جارى کړى او په سختۍ سره دې په هغې عمل وکړے شى چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر څوک چې هم ستا نه بغېر د بل معبود يا انسان عبادت وکړى، نو هغه دې د زمرو په غار کښې واچولے شى. ۸نو اوس، اے بادشاه سلامت، دا حکم جارى کړه او مهر پرې ولګوه چې څوک هم دا بدل نۀ کړے شى، لکه د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق چې نۀ منسوخ کېدونکے دے.“ ۹نو بيا داريوس بادشاه په ليکل شوے فرمان دستخط وکړو. ۱۰خو کله چې دانيال په دې خبر شو چې دا فرمان جارى شوے دے، نو هغه په خپل کور کښې بره کوټې ته لاړو چې کړکۍ يې د يروشلم طرف ته کولاو وې. نو هره ورځ به يې درې ځله سجده او دُعا کوله، او د خپل خُدائ پاک شُکر به يې ادا کولو، لکه څنګه چې هغۀ وړاندې کول. ۱۱نو بيا دا کسان په يو ځائ لاړل او دانيال يې وليدلو چې دُعا يې کوله او د خپل خُدائ پاک نه يې مدد غوښتلو. ۱۲نو بيا هغوئ بادشاه له لاړل او هغۀ ته يې د هغه شاهى حکم په حقله ياداشت ورکړو، ”آيا تاسو دا حکم نۀ وُو جارى کړے چې په راتلونکو دېرشو ورځو کښې هر چا هم بغېر ستا نه اے بادشاه سلامت، د بل معبود او يا انسان عبادت وکړو او يا دُعا يې ترينه وغوښتله هغه به د زمرو په غار کښې واچولے شى؟“ بادشاه ورته جواب ورکړو چې، ”آو، بلکل دا حکم د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق دے کوم چې نۀ شى بدلېدلے.“ ۱۳بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“ ۱۴نو کله چې بادشاه دا خبره واورېده، نو هغه ډېر زيات خفه شو. هغۀ دا اراده وکړه چې دانيال بچ کړى او هغۀ ټوله ورځ تر نمر پرېوتو پورې د داسې لارې چارې پېدا کولو کوشش وکړو چې دانيال بچ کړى. ۱۵نو بيا هغه کسان په ډله بادشاه له ورغلل او هغۀ ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خبره ياد ساته چې، د ميديانو او فارسيانو د قانون په مطابق کوم يو قانون او فرمان چې بادشاه جارى کړى نو هغه بدلېدے نۀ شى.“ ۱۶نو بيا بادشاه حکم وکړو، او هغوئ دانيال راوستلو او هغه يې د زمرو په غار کښې وروغورزولو. بادشاه دانيال ته ووئيل چې، ”ستا خُدائ پاک د کوم چې تۀ په وفادارۍ خِدمت کوې، هغه دې تا له خلاصون درکړى.“ ۱۷يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى. ۱۸نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو. ۱۹خو په توره خړه بادشاه پاڅېدو او د زمرو غار ته په تېزۍ سره ورغلو. ۲۰نو کله چې هغه غار ته نزدې ورورسېدو، نو هغۀ دانيال ته په غمژن آواز سره آواز ورکړو، ”اے دانياله، د ژوندى خُدائ خِدمت کوونکيه، ولې ستا خُدائ پاک د چا چې تۀ په وفادارۍ سره عبادت کوې، هغۀ دا وکړے شو چې تا د زمرو نه بچ کړى؟“ ۲۱دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې. ۲۲زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بې‌ګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“ ۲۳بادشاه په دې بې‌حده خوشحاله شو او حکم يې وکړو چې دانيال د غار نه راوباسئ. او کله چې يې دانيال رابهر کړو، نو په هغۀ يو زخم هم نۀ وو، ځکه چې د هغۀ په خپل خُدائ پاک باور وو. ۲۴بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل. ۲۵نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى. ۲۶زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى. ۲۷هغه بچ کوونکے او ساتونکے دے، هغه په آسمان او زمکه کښې نښې او عجائب څرګندوى. هغۀ دانيال د زمرو د پنجو نه بچ کړو.“ ۲۸نو دانيال د داريوس بادشاه په حکومت کښې او د فارس د بادشاه خورس په حکومت کښې ډېر مخکښې شو.