۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت دانيال نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د نبوکدنضر دوېم خوب ليدل

۱نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ. ۲زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى. ۳د هغۀ معجزې څومره لوئ دى، او د هغۀ عجائبات څومره طاقتور دى. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده. ۴ما نبوکدنضر په خپل محل کښې په آرام او عېش عشرت سره ژوند کولو. ۵ما يو خوب وليدو کوم چې زۀ ويرولم. کله چې زۀ په خپل کټ کښې پروت وم، نو کومه رويا او تصور چې زما په خيال کښې راغلو نو هغې زۀ ډېر زيات ويرولم. ۶نو ما بيا حکم وکړو چې د بابل ټول هوښيار خلق راوغواړئ چې زما د خوب تعبير وکړى. ۷نو کله چې جادوګر، فالګر، نجوميان او قسمت معلومونکى راغلل، ما هغوئ ته خوب ووئيلو خو هغوئ د هغې تعبير ما ته ونۀ کړے شو. ۸خو آخر دانيال زما حضور ته راغلو، او ما ورته خپل خوب بيان کړو. مقدسو معبودانو ورته خاص طاقت ورکړے وو، او ما په هغۀ باندې د خپل معبود بيلطشضر نوم کېښودو. او د معبودانو روح په هغۀ کښې وو. ۹ما ورته ووئيل چې، ”بيلطشضر د جادوګرانو مشره زۀ په دې پوهېږم چې د معبودانو روح په تا کښې دے، او هيڅ راز معلومول ستا دپاره مشکل کار نۀ دے. زما خوب داسې دے، او تۀ يې ما ته تعبير راکړه. ۱۰کله چې زۀ په خپل کټ کښې اودۀ وم ما دا خوب وليدلو، ما وليدل، زما په وړاندې د زمکې په مينځ کښې يوه ونه ولاړه وه. او هغه ډېره زياته اوچته وه. ۱۱دا ونه ډېره غټه او لوړه او طاقتوره شوه او سر يې د آسمان سره ولګېدو، او دا به د ټولې دُنيا د بل سر نه ښکارېدله. ۱۲د هغې پاڼې ښکلې وې، او مېوه يې ډېره وه، او په دې کښې د هر چا خوراک وو. او د هغې لاندې د مېدان ځناورو د ځان دپاره د پناه ځائ پېدا کړو، او د هوا مارغانو يې په څانګو کښې ځان له جالې جوړې کړې، او هغې نه هر يو مخلوق ته خوراک مِلاوېدلو. ۱۳کله چې ما لا په خوب کښې د دې رويا په حقله سوچ کولو، نو ومې ليدل چې د آسمان نه يوه مقدسه فرښته راکوزېده، چې اخوا ديخوا يې کتل. ۱۴هغې په زور سره دا اعلان وکړو چې، دا ونه راوغورزوئ او څانګې يې پرې کړئ، د دې پاڼې راوشوکوئ او مېوه يې تس نس کړئ. د دې لاندې ځناور او د څانګو نه يې مارغان وشړئ. ۱۵خو د دې بېخ په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو پټۍ ترې نه تاو کړئ. او هلته يې په واښو کښې پرېږدئ. نو پرېږدئ چې هغه په پرخه کښې لوند شى او هغه دې په ځنګل کښې د ځناورو سره اوسيږى. ۱۶اووۀ کاله به هغه د انسان عقل نۀ لرى بلکې د هغۀ عقل به د ځناورو وى. ۱۷د هغه فرښتې د سزا ورکولو فېصله واورولے شوه، ترڅو چې هر يو کس ته د دې پته ولګى چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهۍ باندې اختيار لرى او چې هغه چا له وغواړى نو هغۀ له بادشاهى ورکوى، کۀ څۀ هم چې هغه کس ډېر غريب وى.“ ۱۸نبوکدنضر بادشاه ووئيل، ”دا هغه خوب دے چې ما وليدلو. نو بيا بيلطشضره، تۀ ما ته د دې تعبير بيان کړه ځکه چې زما يو شاهى مشير هم ما له د دې تعبير نۀ شى راکولے. خو تۀ يې راکولے شې ځکه چې د مقدسو معبودانو روح په تا کښې دے.“

د حضرت دانيال د دوېم خوب تعبير ورکول

۱۹نو دانيال، چې بل نوم يې بيلطشضر وو، په دې دومره هيبت واخستو چې د څۀ وخت دپاره هيڅ يې هم نۀ شو فرمائيلے، او د هغۀ سوچ هغه وارخطا کړو. نو بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”بيلطشضره، په دې خوب او د هغې په مطلب مۀ خفه کېږه.“ خو بيلطشضر ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې دا خوب او د دې تعبير دې ستا دپاره نه بلکې ستا د دشمنانو دپاره وى. ۲۰هغه ونه چې تا وليدله، کومه چې دومره لوړه وه چې آسمان ته رسېدلې وه او په دُنيا کښې هر چا ته ښکارېدله، ۲۱د هغې پاڼې ښائسته وې او مېوه يې دومره زياته وه چې د ټولې دُنيا دپاره کافى وه. ځنګلى ځناورو د دې لاندې آرام کولو او مارغانو به د دې په څانګو کښې جالې جوړولې. ۲۲اے بادشاه سلامت، تۀ په خپله هغه ونه يې. تۀ ډېر اوچت او مضبوط شوے يې، تۀ دومره لوئ شوے يې چې لويوالے دې تر آسمانه پورې رسېدلے دے او ستا بادشاهت د زمکې د بله سره پورې رسيږى. ۲۳اے بادشاه سلامت، تا يوه مقدسه فرښته وليدله، چې د آسمان نه لاندې راکوزېدله او فرمائيل يې چې، دا ونه ووهئ او تباه يې کړئ، خو د هغې تنه او جرړې په زمکه کښې پرېږدئ او د اوسپنې او زېړو په زنځير يې وتړئ او په واښو کښې يې پرېږدئ. او پرېږده چې په پرخه کښې لوند شى، او چې د اوو کالونو پورې د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې پاتې شى. ۲۴اے بادشاه سلامت، ستا د خوب تعبير دا دے کومه فېصله چې خُدائ تعالىٰ ستا خلاف کړې ده. ۲۵تۀ به د خلقو نه يوې خوا ته وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به ژوند کوې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې او د آسمان په پرخه به تر کولے شې. نو بيا به اووۀ کالونه تير شى ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې صرف خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى. ۲۶د فرښتې هغه حکم چې د ونې تنه سره د جرړو پرېږدئ نو د هغې مطلب دا دے چې ستا بادشاهى به بيا راشى خو کله چې تاسو آسمانى حکومت ومنئ. ۲۷بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“ ۲۸بيا دا هر څۀ په نبوکدنضر بادشاه وشُو. ۲۹دولس مياشتې وروستو کله چې هغه په بابل کښې د شاهى محل په چت باندې ګرځېدو، ۳۰هغۀ ووئيل چې، ”ولې دا هغه لوئ د بابل ښار نۀ دے کوم چې د بادشاهانو د اوسېدو دپاره ما په خپل زور طاقت سره د خپل جلال او شان شوکت د څرګندېدو دپاره آباد کړے دے؟“ ۳۱هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو. ۳۲تۀ به د خلقو نه وشړلے شې او د ځنګلى ځناورو سره به اوسېږې، تۀ به لکه د څاروو په شان ګياه خورې. په دې به اووۀ کالونه تير شې ترڅو چې تۀ په دې باندې پوهه شې چې خُدائ تعالىٰ د انسانانو په بادشاهت اختيار لرى او هغه چا له يې ورکوى چې چا له يې زړۀ غواړى.“ ۳۳نو سمدستى هغه څۀ پوره شُو څۀ چې د نبوکدنضر په حقله وئيلى شوى وُو. هغه د خلقو د مينځ نه وشړلے شو او د ځناورو په شان يې ګياه وخوړله. د هغۀ په بدن پرخه ورېدله تر هغې پورې د هغۀ وېښتۀ لکه د شاهين د بڼو په شان لوئ شُو او د هغۀ نوکونه لکه د مارغانو د پنجو په شان اوږدۀ شول.

د نبوکدنضر د خُدائ پاک ثناء صِفت بيانول

۳۴د اوو کالونو نه وروستو، ما نبوکدنضر خپلې سترګې د آسمان طرف ته اوچتې کړې، او زما عقل دوباره بحال شو. او ما د خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت ادا کړو، او د هغۀ احترام او جلال مې بيان کړو څوک چې د تل دپاره ژوندے دے. د هغۀ بادشاهى تر ابده پورې ده، او د هغۀ بادشاهى نسل در نسل پورې ده. ۳۵د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“ ۳۶په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو. ۳۷نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.