English · دری · پښتو

د حضرت دانيال نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

د نبوکدنضر خوب

۱د خپلې بادشاهۍ په دوېم کال، نبوکدنضر داسې خوبونه وليدل چې د هغۀ سوچ يې ګډ‌وډ کړو، او هغۀ ته بيا خوب نۀ ورتلو. ۲نو بيا بادشاه جادوګر، فالګر، کوډګر او نجوميان راوغوښتل چې هغۀ ته ووائى چې هغۀ څۀ خوب ليدلے دے. هر کله چې هغوئ راغلل او د بادشاه په وړاندې ودرېدل، ۳هغۀ دوئ ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے کوم چې زۀ ډېر پرېشانه کړے يم او زۀ غواړم چې په دې پوهه شم چې د دې خوب څۀ مطلب دے.“ ۴نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“ ۵خو بادشاه نجوميانو ته ووئيل، ”ما دا پخه فېصله کړې ده، کۀ چرې تاسو ما ته دا ونۀ وايئ چې زما خوب څنګه وو او تعبير يې نۀ کړئ، نو زۀ به تاسو ټوټه ټوټه کړم او ستاسو کورونه به د خاورو په ډېرو بدل کړم. ۶خو کۀ تاسو ما ته زما خوب ووايئ او بيا د هغې تعبير راته ووايئ، نو زۀ به تاسو ته تحفې، انعامونه او لوئ عزت درکړم. اوس تاسو ما ته زما خوب ووايئ او هغه راته تعبير کړئ.“ ۷نو يو ځل بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه دې خپلو خادِمانو ته خپل خوب بيان کړى، او مونږ به يې تعبير کړُو.“ ۸نو بيا بادشاه هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ په دې يقين لرم چې تاسو د وخت نه فائده اخلئ، ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې دا زما پخه فېصله ده. ۹کۀ چرې تاسو ما ته زما خوب ونۀ وايئ، نو بيا تاسو دپاره صرف يوه سزا ده. تاسو دا صلاح کړې ده چې ما ګمراه کړئ او راته دروغ ووايئ او ما دوکه کړئ، او تاسو دا اُميد ساتئ چې زما سوچ به بدل شى. نو بيا تاسو ما ته زما خوب ووايئ، او بيا زۀ به په دې پوهه شم چې تاسو يې ما ته تعبير هم راکولے شئ.“ ۱۰نجوميانو بادشاه ته په جواب کښې ووئيل، ”په زمکه داسې هيڅ څوک نشته چې د بادشاه په دې خبره عمل وکړى. تر اوسه پورې داسې نۀ دى شوى چې يو بادشاه د خپل فالګر، جادوګر يا نجومى نه داسې تپوس کړے وى، کۀ هغه بادشاه هر څومره لوئ او طاقتور وى. ۱۱بادشاه سلامت تاسو چې څۀ غواړئ هغه يو ناممکن کار دے. دا بادشاه ته د هغۀ د معبودانو نه بغېر هيڅ څوک نۀ شى څرګندولے، او هغوئ د انسانانو سره نۀ اوسيږى.“ ۱۲بادشاه چې کله دا واورېدل نو په دې هغه ډېر زيات په قهر شو او حکم يې وکړو چې د بابل ټول هوښياران او پوهان دې قتل کړے شى. ۱۳نو بيا د هوښيارانو د قتلولو حکم جارى شو، او د دانيال او د هغۀ ملګرو پسې يې هم کسان ورولېږل چې هغوئ قتل کړى. ۱۴هرکله چې اريوک د بادشاه د محافظانو مشر، د بابل د هوښيارانو قتلولو پسې ووتو نو دانيال په ډېر هوښيارتيا او تميز د هغۀ سره خبرې وکړې. ۱۵هغۀ د بادشاه د آفسر نه تپوس وکړو چې، ”بادشاه دومره سخت فرمان ولې جارى کړے دے؟“ بيا د بادشاه آفسر اريوک دانيال ته ټوله قيصه بيان کړه. ۱۶نو په دې اورېدو سره دانيال سمدستى بادشاه له ورغلو او د هغۀ نه يې وخت وغوښتلو، چې دے به ورته د خوب تعبير ورکړى. ۱۷نو بيا دانيال خپل کور ته واپس لاړو او ټوله قيصه يې خپلو ملګرو حننياه، ميشائيل، او عزرياه ته بيان کړه. ۱۸هغۀ دوئ ته خواست وکړو چې آسمانى خُدائ پاک ته د دې راز د څرګندولو په حقله د رحم سوال وکړئ، نو چې دے، د دۀ دوستان او د بابل نور هوښياران قتل نۀ شى. ۱۹په هم هغه شپه دا راز په رويا کښې دانيال ته څرګند شو. نو بيا دانيال د آسمانى خُدائ پاک ثناء صِفت بيان کړو ۲۰او هغۀ وفرمائيل چې، ”د خُدائ پاک نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، حکمت او قدرت د هغۀ دے. ۲۱هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى. ۲۲هغه ژور او پټ د راز څيزونه څرګندوى، هغه ترې خبر دے څۀ چې په تيارۀ کښې پراتۀ دى، او د هغۀ نه ګېرچاپېره نُور دے. ۲۳زۀ ستا ثناء صِفت او شُکر ګزارى کوم، اے زما د پلار نيکۀ پاکه خُدايه. ځکه چې تا ما له پوهه او قدرت راکړے دے. تا ما ته هغه څۀ وښودل د څۀ چې مونږ ستا نه غوښتنه وکړه، تا ما ته د بادشاه خوب او د هغۀ مسئله څرګنده کړه.“

حضرت دانيال خوب تعبيروى

۲۴نو بيا دانيال اريوک له لاړو، څوک چې بادشاه د بابل د هوښيارانو د قتلولو دپاره مقرر کړے وو، ”د بابل هوښيار خلق مۀ قتلوه. ما بادشاه له بوځه، او زۀ به د هغۀ خوب تعبير هغۀ ته ورکړم.“ ۲۵نو اريوک سمدستى دانيال بادشاه له بوتلو او هغۀ بادشاه ته ووئيل، ”ما د يهوداه په جلاوطنو خلقو کښې يو کس پېدا کړو څوک به چې بادشاه ته د هغۀ د خوب مطلب ووائى.“ ۲۶بادشاه دانيال نه تپوس وکړو، چا ته به يې چې بيلطشضر وئيل، ”آيا تۀ ما ته دا وئيلے شې چې ما څنګه خوب ليدلے دے او د هغې تعبير کولے شې؟“ ۲۷دانيال جواب ورکړو، ”د کوم راز چې بادشاه تپوس کوى هغه هيڅ يو هوښيار، فالګر، جادوګر، او نجومى نۀ شى کولے چې هغه راز بيان کړى، ۲۸خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى، هغۀ چې نبوکدنضر بادشاه ته په خوب کښې ښودلى دى چې په راتلونکو ورځو کښې به څۀ پېښ شى. کله چې تۀ په خپل کټ کښې پروت وې او کوم خوب او رويا چې تا وليدله او ستا په ذهن کښې هغه تيره شوې ده هغه څۀ داسې ده. ۲۹اے بادشاه سلامت کله چې تۀ هلته پروت وې، نو ستا فکر او سوچ د راتلونکو حالاتو طرف ته واوړېدو، او د رازونو ښکاره کوونکى درته دا وښودل چې په آئنده کښې به څۀ کيږى. ۳۰دا کوم راز چې ما ته څرګند شو، د دې دا مطلب نۀ دے چې ګنې زۀ دې د نورو کسانو نه ډېر هوښيار يم، خو دا د دې دپاره چې تۀ، اے بادشاه سلامت، د دې راز په تعبير باندې کوم چې ستا په خيال کښې تير شو پوهه شې. ۳۱اے بادشاه سلامت تا په خوب کښې وليدل چې يوه لويه ځلېدونکې او حېرانوونکې مجسمه ستا په وړاندې ولاړه وه او هغه يروونکې وه. ۳۲د دې مجسمې سر د خالصو سرو زرو نه جوړ شوے وو، د هغۀ سينه او لاسونه د سپينو زرو نه، د هغۀ ګېډه او پتونونه د زېړو نه جوړ وُو، ۳۳د دې پنډۍ د اوسپنې، او د پښو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې شوې خاورې نه جوړه شوې وه. ۳۴هرکله چې تا دې ته کتل، نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو، خو د انسان په لاسونو نه. هغه د هغه مجسمې په پښو راپرېوتو کومې چې د اوسپنې او خاورو نه جوړې شوې وې او هغه يې ټوټه ټوټه کړې. ۳۵نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله. ۳۶دا ستا خوب وو، او زۀ به يې اوس تعبير هم درته بيان کړم. ۳۷تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے. ۳۸هغۀ ستا لاسونو ته ټول انسانان او ځناور او د هوا مارغان حواله کړى دى. چرته چې هم دوئ اوسيږى، هغۀ تۀ په هغوئ ټولو حکمران مقرر کړے يې. او هغه د سرو زرو سر تۀ په خپله يې. ۳۹ستا نه وروستو، به يوه بله بادشاهى قائمه شى چې ستا د بادشاهۍ نه به کمزورې وى، او بيا به درېمه بادشاهى راشى، د زېړو به وى، او دا به په ټوله زمکه حکمرانى وکړى. ۴۰په آخر کښې به بيا څلورمه بادشاهى راشى چې د اوسپنې په شان به مضبوطه وى ځکه چې اوسپنه هر څۀ ماتوى او ټوټه ټوټه کوى، نو بيا څنګه چې اوسپنه څيزونه ټوټه ټوټه کوى نو داسې به هغه نور ټول مات او ټوټه ټوټه کړى. ۴۱لکه څنګه چې تا وليدل چې د هغې د پښو او ګوتو څۀ حِصه د اوسپنې او څۀ حِصه د پخې خاورې نه جوړه وه نو دا به جدا شوے بادشاهت وى، خو بيا به هم په کښې څۀ نا څۀ د اوسپنې زور پاتې وى، څنګه چې تا اوسپنه خاورې سره يوځائ وليدله. ۴۲کۀ څۀ هم چې تا وليدل چې اوسپنه د خټې سره ګډه شوې وه، نو بيا به د دې بادشاهۍ څۀ حِصه طاقتوره او څۀ حِصه کمزورى وى. ۴۳تاسو وليدل چې اوسپنه د خاورې سره يوځائ شوې وه، نو بيا به دغه شان د هغه بادشاهۍ خلق هم کوشش وکړى چې د يو بل سره په وادۀ کولو د يو بل ملاتړ جوړ شى، خو دوئ به په خپلو کښې په اتفاق نۀ شى لکه څنګه چې اوسپنه د خاورو سره يوځائ کېدلے نۀ شى. ۴۴د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى. ۴۵دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“

د بادشاه حضرت دانيال ته انعام ورکول

۴۶نو بيا نبوکدنضر بادشاه د دانيال په وړاندې ټيټ شو او د هغۀ عزت يې وکړو او حکم يې وکړو چې هغۀ ته د غلو دانو او د خوشبو نذرانې وړاندې کړئ. ۴۷بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“ ۴۸بيا بادشاه دانيال ته لوئ مقام ورکړو، او ډيرې او ښکلې تحفې يې ورکړې. بادشاه هغه د بابل په ټوله صوبه باندې حکمران او د ټولو هوښيارانو مشر مقرر کړو. ۴۹نو د دانيال په خواست سره بادشاه شدرک، ميشک، او عبدنجو د بابل د صوبې په انتظاميه کښې آفسران مقرر کړل، او په خپله دانيال په شاهى دربار کښې پاتې شو.