د پطروس رسول دوېم خط

دوېم باب

دروغژن نبيان او اُستاذان

۱ خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى. ۲ نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى. ۳ او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده. ۴ نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى. ۵ نو بيا هغۀ تېره شوې دُنيا پرې نۀ ښوده او په بې‌دينه خلقو يې سېلاب راوستو خو صرف د صداقت پېغمبر نوح او ورسره يې نور اووۀ کسان بچ کړل. ۶ او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو. ۷ ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بې‌دينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو. ۸ هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بې‌شرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو. ۹ نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى، ۱۰ خو خاص هغوئ څوک چې جسمانى ناپاکو خواهشونو پسې ګرځى او څوک چې د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى، دوئ ګستاخه او مغروره دى او په جلالى هستيانو باندې په بدو وئيلو دوئ نۀ شرميږى. ۱۱ سره د دې چې فرښتې اګر کۀ په طاقت او په قُدرت کښې د هغوئ نه لوئې دى، د مالِک په وړاندې د هغوئ خلاف د بدرد وئيلو اِلزام نۀ لګوى. ۱۲ خو دا خلق د ځنګلى مخلوق په شان دى چې بې‌ضميره دى او د رانيولو او هلاکولو دپاره پېدا شوى دى. د کومو خبرو په حقله چې ناخبره دى، د هغوئ په حقله په نورو بدرد وائى، هغوئ به د ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى. ۱۳ کوم نقصان چې هغوئ نورو له ورکړے دے د هغې سزا به ورته مِلاو شى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بې‌عزته او بې‌شرمه دى. هغوئ د خپلې دوکه بازۍ نه مزه اخلى کۀ څۀ هم تاسو سره په يو دسترخوان خوراک څښاک کوى. ۱۴ هغوئ ښځو ته د زنا کارۍ په سترګو ګورى او د ګناه نه نۀ شى اوړېدے، هغوئ کمزورى خلق راګېروى، د هغوئ زړونه په حرص آموخته شوى دى، هغوئ لعنتيان دى. ۱۵ هغوئ نېغه لاره پرېښودله، او بې‌لارې شوى دى او د بعور د زوئ بلعام په لار روان دى چا چې ناحقه ګټه ښۀ وګڼله. ۱۶ خو هغه په خپل قصور ملامته شو چې يوې بې‌ژبې خرې د انسان په شان خبرې وکړې او نبى يې د ليونتوب نه منع کړو. ۱۷ دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے. ۱۸ ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى. ۱۹ هغوئ د خلقو سره د آزادۍ لوظ کوى خو هغوئ په خپله د ګمراهۍ غلامان دى، ځکه چې خلق هم د هغه څۀ غلامان وى د څۀ نه چې مجبور وى. ۲۰ او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو. ۲۱ نو بيا د هغوئ دپاره به دا ښۀ وه چې چرې هم هغوئ د صداقت لار پېژندلے نۀ وے هسې نه چې د پېژندلو نه وروستو يې هغه حُکم رد کړى کوم چې ورته د صادقه ژوند تېرولو دپاره ورکړے شوے وو. ۲۲ او په هغوئ دا متل ثابتيږى چې، ”سپے د خپل قى په طرف راګرځى،“ او ”خنزير د لامبلو نه وروستو بيا په خټو کښې رغړى.“