۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

دوېم باب

د يهوداه اولاد

۱ د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون، ۲ دان، يوسف، بنيامين، نفتالى، جاد او آشر. ۳ د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. د هغۀ د کنعانۍ ښځې بت‌سوع نه درې زامن وُو: عير، اونان او سيله. د هغۀ مشر زوئ عير دومره خراب وو چې مالِک خُدائ هغه ووژلو. ۴ د يهوداه د خپلې اِنږور تامار نه دوه زامن فارص او زارح وُو. نو د يهوداه ټول پينځۀ زامن وُو. ۵ د فارص دوه زامن حصرون او حمول وُو. ۶ د هغۀ د ورور زارح پينځۀ زامن وُو: زِمرى، ايتان، هيمان، کل‌کُول او دردع. ۷ د زارح د اولاد نه يو کس د کرمى زوئ عکن په بنى اِسرائيلو باندې ځکه افت راوستلو چې کوم مالِ غنيمت خُدائ پاک ته وقف شوے وو نو په هغې کښې يې خيانت وکړو. ۸ د ايتان يو زوئ عزرياه وو.

د حضرت داؤد نسب‌نامه

۹ د حصرون درې زامن يرحمئيل، رام او کلوبى وُو. ۱۰ د رام نه تر يَسى پورې نسب‌نامه داسې ده: رام، عمى‌نداب، نحشون چې دا د يهوداه د قبيلې يو مشر سړے وو، ۱۱ سلمون، بوعز، ۱۲ عوبيد او يَسى. ۱۳ د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه، ۱۴ نتنى‌ايل، ردى، ۱۵ عوضم او داؤد. ۱۶ د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل. ۱۷ د هغۀ بلې لور ابى‌جيل د يتر سره وادۀ وکړو، چې د اِسمٰعيل د اولاد نه وو او د هغوئ يو زوئ پېدا شو چې نوم يې عماسا وو.

د حصرون نور اولاد

۱۸ د حصرون زوئ کالب عزوبه وادۀ کړه او يوه لور يې ترې نه وشوله چې نوم يې يريعوت وو. د هغې درې زامن وُو: يشر، سوباب او اردون. ۱۹ چې کله عزوبه مړه شوه نو کالب اِفراته وادۀ کړه او د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې حُور وو. ۲۰ د حُور زوئ اورى وو او د هغۀ نمسے بضلى‌اېل وو. ۲۱ کله چې حصرون د شپېتو کالو وو، نو هغۀ د مکير د لور سره وادۀ وکړو، چې د جِلعاد خور وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې سجوب وو، ۲۲ او د سجوب يو زوئ وو چې نوم يې يائير وو. يائير د جِلعاد په علاقه کښې په درويشتو ښارونو باندې حکومت کولو. ۲۳ خو د جسور او شام حکومتونو هلته شپېتۀ ښارونه فتح کړل، چې په دې کښې د يائير او قنات کلى او د دې نزدې ښارونه شامل وُو. هلته چې څومره خلق اوسېدل هغوئ د مکير اولاد وو. مکير د جِلعاد پلار وو. ۲۴ د حصرون د مرګ نه پس، د هغۀ زوئ کالب اِفرات وادۀ کړه، چې د هغۀ د پلار کونډه وه. د هغوئ يو زوئ وشو چې نوم يې اشور وو، چې دې د تقوع پلار وو.

د حصرون د زوئ يرحمئيل اولاد

۲۵ د حصرون د مشر زوئ يرحمئيل پينځۀ زامن وُو: د ټولو نه مشر رام وو او ورپسې بونه، اورن، عوضم او اخياه وُو. ۲۶‏-۲۷ د رام درې زامن وُو: معض، يمين او عيقر. د يرحمئيل يوه بله ښځه وه چې نوم يې عطاره وو او د هغوئ يو زوئ اونام وو. ۲۸ د اونام دوه زامن سمى او يدع وُو، د سمى هم دوه زامن ندب او ابيسُور وُو. ۲۹ ابيسُور يوه ښځه وکړه چې نوم يې ابى‌خېل وو، د هغوئ دوه زامن اخبان او مولِد وُو. ۳۰ د ابيسُور د ورور ندب دوه زامن سلد او افائم وُو، خو د سلد اولاد نۀ وو او مړ شو. ۳۱ افائم د يسعى پلار وو، يسعى د سيسان پلار وو او سيسان د اخلى پلار وو. ۳۲ د سمى د ورور يدع دوه زامن يتر او يونتن وُو، خو يتر بغېر د زامنو نه مړ شو. ۳۳ د يونتن دوه زامن پلت او زازا وُو. دا ټول د يرحمئيل اولاد وو. ۳۴ د سيسان زامن نۀ وُو صِرف لوڼه يې وې. د هغۀ يو مِصرے نوکر وو چې نوم يې يرخع وو، ۳۵ چې هغۀ له يې خپله يوه لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. د هغوئ يو زوئ وو چې نوم يې عتى وو. ۳۶ د عتى نه تر اليسمع پورې نسب‌نامه داسې ده: عتى، ناتن، زاباد، ۳۷ افلال، عوبيد، ۳۸ ياهُو، عزرياه، ۳۹ خلص، اِلعاسه، ۴۰ سِسمى، سلوم، ۴۱ يقمياه او اليسمع.

د کالب نور اولاد

۴۲ د يرحمئيل د ورور د کالب د مشر زوئ نوم ميسا وو. ميسا د زيف پلار وو، چې دې د مريسه پلار وو چې هغه د حبرون پلار وو. ۴۳ د حبرون څلور زامن وُو: قورح، تفوح، رِقم او سمع. ۴۴ سمى د رحم پلار او د يُرقعام نيکۀ وو. د سمع ورور رِقم د سمى پلار وو، ۴۵ چې سمى د معون پلار وو، او معون د بيت‌صور پلار وو. ۴۶ د کالب يوه وينځه وه چې نوم يې عيفه وو او د هغې نه يې درې نور زامن وُو: حاران، موضا او جازز. د حاران هم يو زوئ وو چې نوم يې جازز وو. ۴۷ يهدى نومې يو سړے وو چې د هغۀ شپږ زامن وُو: رجم، يوتام، جسان، فِلِط، عيفه او شعف. ۴۸ د کالب يوه وينځه معکه هم وه، چې د هغې نه يې دوه زامن وُو، شبر او تِرحنه. ۴۹ وروستو يې دوه نور زامن پېدا شول: شعف، چا چې د مدمنه ښار جوړ کړے وو، او سِوا، چا چې د مکبينه او جبعه ښارونه جوړ کړى وُو. د دې نه علاوه د کالب يوه لور وه چې نوم يې عکسه وو. ۵۰ دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو. ۵۱ د هغۀ دوېم زوئ ساما چا چې د بيت‌لحم ښار جوړ کړے وو او د هغۀ درېم زوئ خارف چا چې د بيت‌جادر ښار جوړ کړے وو. ۵۲ سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل، ۵۳ او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو. ۵۴ سلما د بيت‌لحم، د نطوفاتى، عطرات‌بيت‌يوآب او صُرعى د خلقو پلار نيکۀ وو، چې صُرعى په مانحت کښې د دوو ډلو نه يوه وه، ۵۵ او کومې قبيلې چې په ليکلو کښې ماهِران وُو هغوئ په يعبيض کښې اوسېدل: هغوئ تِرعايان، سِمعيان او سوکاتيان وُو. هغوئ د حمات د قينيانو اولاد وو. حمات د ريکاب د خاندان پلار نيکۀ وو.