بل څپرکۍ

د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول دوېم خط

څلورم باب

۱د خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حضور کښې څوک چې به د ژوندو او د مړو عدالت کوى، او د هغۀ د ظاهرېدو او د بادشاهۍ په ياد کښې زۀ په تا زور راوړم چې، ۲تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه. ۳ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى. ۴خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى. ۵خو تۀ په هر حالت کښې خپل ځان په هوش کښې ساته، سختۍ وزغمه، د زيرى کار کوه او د خُدائ پاک د خادِم په حيث خپل خِدمت پوره کوه. ۶ترڅو چې زما خبره ده زۀ خو د مخکښې نه لکه د ميو نذرانې په شان په قربان‌ګاه شيندلے شوے يم او زما د رخصتېدو وخت راغلے دے. ۷ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. ۸نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.

ذاتى نصيحتونه

۹خو کوشش وکړه چې ما له زر تر زره راشئ. ۱۰ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو. ۱۱صرف لوقا ما سره دے خو مرقوس راپېدا کړه او ځان سره يې راوله ځکه چې هغه زما سره په خِدمت کښې فائده مند دے. ۱۲ما تخيکوس اِفِسوس ته لېږلے دے. ۱۳کله چې تۀ راځې هغه چُوغه چې ما د ترواس په ښار کښې د کرپس په کور کښې پرېښې ده او زما کتابونه او خاص کر زما هغه د څرمنې نسخې هم ځان سره راوړه. ۱۴سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى. ۱۵او تۀ هم د هغۀ نه ځان ساته، ځکه چې هغۀ زمونږ د پېغام ډېر په سختۍ سره مخالفت کړے دے. ۱۶په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى. ۱۷خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم. ۱۸مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.

آخرى دُعا او سلام

۱۹په پرسکله، اکوله او د اُنيسفرس په خاندان مې سلام ووايه. ۲۰اِراستوس په کورنتوس کښې ايسار شو او تروفيموس ما په ميليتوس کښې بيمار پرېښودو. ۲۱خپل کوشش پوره وکړه چې د ژمى نه مخکښې راشې. يوبولوس، پودنس، لينوس، کلوديه او نور ټول وروڼه او خوېندې درته سلام وائى. ۲۲مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.

بل څپرکۍ