۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ تِسالونيکانو په نُوم دَ پولوس رسُول دويم خط

دريم باب

زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ

۱نو اَئے ورُوڼو! زمُونږ په حق کښے دُعا کوئ چه دَ مالِک کلام داسے زر خور شى اَؤ په عزت سره قبُول کړے شى څنګه چه په تاسو کښے ۲اَؤ چه دَ بدو اَؤ ورانو خلقو نه مُونږ بچ پاتے شُو ځکه چه هر څوک ايمان نۀ راؤړى.

۳خو مالِک رښتُونے دے، هغه به تاسو مظبُوط کړى اَؤ له هغه شرير نه به مو په امان کړى. ۴اَؤ په مالِک کښے زمُونږ په تاسو باور دے چه مُونږ تاسو ته کُوم حُکمُونه درکوُو په هغوئ عمل کوئ اَؤ کوئ به ئے هم.

۵مالِک دِ ستاسو زړُونه دَ خُدائے په مينه اَؤ دَ مسيح په صبر معمُور کړى.

سُستو خلقو ته خبردارى

۶اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته حُکم درکوُو چه دَ هر هغه ورور نه په ډډه شئ چه سُست دے اَؤ په هغه تعليم عمل نۀ کوى چه هغۀ ته زمُونږ له طرفه نه ورورسيدلو. ۷ځکه چه تاسو په خپله خبر يئ چه زمُونږ په شان څنګه چليدل په کار دى ځکه چه مُونږ په تاسو کښے سُست نۀ تلُو. ۸اَؤ دَ چا ډوډئ مو مُفته نۀ خوړله بلکه شپه اَؤ ورځ به مو خوارى، مُشقت اَؤ کار کولو چه په تاسو کښے په چا پيټے وانۀ چوُو. ۹دا نۀ چه مُونږ ته اِختيار نۀ وو بلکه دَ دے دَ پاره چه خپل ځانُونه تاسو ته دَ نمُونے په طور پيش کړُو، دَ پاره دَ دے چه تاسو زمُونږ په شان جوړ شئ. ۱۰کله چه مُونږ تاسو سره وُو هغه وخت به مو هم تاسو ته دا حُکم درکولو چه چا ته چه محنت کول منظور نۀ وى نو هغه دِ ونۀ خورى.

۱۱مُونږ آؤرُو چه په تاسو کښے ځنى سُست دى اَؤ هيڅ کار نۀ کوى بلکه دَ نورو په کار کښے دخل کوى. ۱۲داسے کسانو ته مُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم حُکم ورکوُو اَؤ نصيحت کوُو چه په پټه خُلۀ دِ کار کوى اَؤ خپله ډوډئ دِ په خپله ګټى.

۱۳زما وروڼو! خو تاسو په ښۀ کار کښے هِمت مۀ بائيلئ. ۱۴اَؤ که څوک زمُونږ دَ دے خط خبره نۀ منى نو هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ دَ هغۀ نه په ډډه شئ چه هغه وشرميږى. ۱۵خو هغه دُښمن مه ګڼئ بلکه دَ ورور په شان نصيحت ورته کوئ.

برکت

۱۶اوس مالِک چه دَ سلامتئ سرچينه دے په خپله دِ تاسو ته هر وخت اَؤ هر قسم تسلى وبخښى. مالِک دِ ستاسو ټولو سره وى.

۱۷زَۀ پولوس په خپل لاس سلام درته ليکم، په هر خط کښے دغه زما نخښه ده، زَۀ دغه شان ليکم.

۱۸زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى.

بل څپرکۍ