بل څپرکۍ

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول دوهم لیک

درېم فصل

زمونږ دپاره دعا وکړئ

۱نو ای خویندو او ورونو! په پای کې غواړو زمونږ دپاره دعا وکړئ چې د څښتن عیسی پیغام زر خپور شي او په عزت سره د خلکو له خوا قبول شي، لکه څنګه چې ستاسو په منځ کې خپور شو. ۲همدارنګه دعا وکړئ چې خدای مونږ د بدکارو او خرابو خلکو څخه وژغوري، ځکه چې ټول خلک په هغه پیغام ایمان نه لري. ۳خو تاسو کولای شئ چې په څښتن توکل وکړئ، ځکه چې هغه به تاسو قوي کړي او د شیطان د بدۍ څخه به مو وساتي. ۴څښتن ستاسو په هکله مونږ ډاډمن کړي یو چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې مونږ یې درته حکم کړی دی او هغو ته به دوام ورکوئ. ۵څښتن دې تاسو ته لارښوونه وکړي چې د خدای په مینه او د مسیح په صبر او زغم باندې پوه شئ.

د تنبلۍ په هکله خبرداری

۶خویندو او ورونو! اوس مونږ تاسو ته د خپل څښتن عیسی مسیح په نوم حکم درکوو چې د هغو ایماندارانو څخه لېرې اوسئ چې په تنبلۍ سره خپل ژوند تېروي او په هغه تعلیم باندې عمل نه کوي چې مونږ ورته ورکړی دی. ۷تاسو خپله ښه پوهېږئ چې څنګه باید زمونږ د مثال څخه پیروي وکړئ، ځکه کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو مونږ تنبلان او لټان نه وو. ۸مونږ د هېچا ډوډۍ مفته نه ده خوړلې، بلکې شپه او ورځ مو کار کړی او زحمت مو ویستلی دی، ترڅو په چا باندې بار ونه اوسو. ۹دا له دې امله نه ؤ چې مونږ حق نه درلود چې ستاسو څخه خواړه وغواړو، بلکې مونږ غوښتل چې ستاسو دپاره مثال شو، ترڅو زمونږ څخه پیروي وکړئ. ۱۰کله چې مونږ ستاسو سره وو، نو تاسو ته مو دا حکم کاوه: څوک چې نه غواړي کار وکړي، نو هغه دې ډوډۍ هم نه خوري. ۱۱ځکه چې مونږ اورېدلي دي چې په تاسو کې ځینې خلک شته چې خپل ژوند په تنبلۍ سره تېروي، هغوی کار نه کوي، بلکې د نورو په کارونو کې لاس وهنه هم کوي. ۱۲مونږ داسې خلکو ته د څښتن عیسی مسیح په نوم حکم کوو او ورڅخه غوښتنه کوو چې په ارامۍ سره دې خپل کار کوي او خپله ډوډۍ دې په خپله ګټي.

۱۳خو ای خویندو او ورونو! تاسو هېڅکله هم په ښه کار کولو کې زړه مه تنګوئ. ۱۴که چېرې څوک هغه خبرې چې مونږ په دې لیک کې لیکلي دي نه مني، نو د هغه سره ملګرتیا مه کوئ، ترڅو هغه وشرمیږي. ۱۵خو هغه دښمن مه ګڼئ، بلکې د یو ایماندار ورور په شان ورته نصیحت وکړئ.

اخرنۍ خبری

۱۶اوس دې څښتن چې په خپله د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، تاسو ته په هر وخت او هر حال کې ارامي درکړي. څښتن دې تاسو ټولو سره مل وي. ۱۷دا سلامونه ما پولوس په خپل لاس تاسو ته لیکلي دي او د ثبوت دپاره زما په ټولو لیکونو کې دا زما د لیکنې نښه او طریقه ده. ۱۸په تاسو ټولو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.

بل څپرکۍ