د سموئيل دوېم کِتاب

دوېم باب

د حضرت داؤد د يهوداه بادشاه جوړېدل

۱د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“ ۲نو داؤد حبرون ته لاړو، خپلې دوه ښځې يې هم د ځان سره بوتلې، اخينوعم چې د يزرعيل وه او ابى‌جيل چې د نابال کونډه وه، چې هغه د کرمل وو. ۳هغۀ خپل سړى او د هغوئ خاندان هم د ځان سره بوتلل او د حبرون نه ګېرچاپېره په ښارونو کښې دېره شول. ۴بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے، ۵هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے. ۶نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم. ۷تکړه او بهادر شه. ستاسو بادشاه ساؤل مړ دے او د يهوداه خلقو زۀ د بادشاه په توګه مقرر کړے يم.“

د اشبوست د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړېدل

۸خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو. ۹هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. ۱۰هغه د څلوېښتو کالو وو چې هغه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او دوه کاله يې بادشاهى وکړه. خو د يهوداه قبيلې خلق د داؤد وفادار وُو، ۱۱او هغۀ په يهوداه باندې په حبرون کښې اووۀ کاله او شپږ مياشتې بادشاهى وکړه.

د بنى اِسرائيل او د يهوداه په مينځ کښې جنګ

۱۲ابنير او د اشبوست آفسران د محنايم نه د جبعون ښار ته لاړل. ۱۳يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه او د داؤد نور آفسران د هغوئ سره د ډنډ سره مِلاو شول، چرته چې هغوئ ټول کښېناستل، يوه ډله د ډنډ په يو طرف او بله ډله د ډنډ په بل طرف ناسته وه. ۱۴ابنير يوآب ته ووئيل، ”راځئ چې د دواړو طرفونو نه يو څو زلمى واخلو چې دوئ په خپلو کښې زمونږ په وړاندې لاس په لاس جنګ وکړى.“ يوآب ورته ووئيل، ”بلکل ټيک ده.“ ۱۵نو دولسو سړو چې کومو د اشبوست او د بنيامين د قبيلې نمائندګى کوله، د داؤد دولسو سړو سره لاس په لاس جنګ وکړو. ۱۶هر يو سړى خپل مخالف د سر وېښتو نه ونيولو او په خپل مخالف سړى کښې يې تُوره دننه کړه، نو داسې څليريشت واړه په يو ځائ وغورزېدل او مړۀ شول. نو په جبعون کښې هغه ځائ د ”د تُورو مېدان“ په نوم ياديږى. ۱۷بيا سخت جنګ شروع شو او ابنير او بنى اِسرائيلو د داؤد د سړو نه شکست وخوړو. ۱۸د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه، ۱۹هغه په ابنير پسې روان شو او سيدها يې په هغۀ پسې منډې وهلې. ۲۰ابنير چې په شا وکتل نو وې وئيل، ”عساهيله، دا تۀ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، دا زۀ يم.“ ۲۱ابنير ورته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. په يو بل فوجى پسې منډه کړه او چې د هغۀ سره څۀ وى هغه ترې نه واخله.“ خو عساهيل ورپسې روان وو. ۲۲ابنير يو ځل بيا هغۀ ته ووئيل، ”ما پسې مۀ راځه. تۀ ما دې ته ولې مجبوروې چې ودې وژنم؟ زۀ به ستا ورور يوآب ته څنګه مخامخ کېږم؟“ ۲۳خو عساهيل نۀ منع کېدو، نو ابنير د خپلې نېزې د بېخ سره هغه په خېټه داسې ووهلو چې نېزه د هغۀ نه شاته ووتله. عساهيل په زمکه وغورزېدو او په ټکى مړ شو او چې هر څوک هغه ځائ ته راتلل چې چرته هغه پروت وو نو هلته ايسارېدل او ودرېدل. ۲۴خو يوآب او ابيشے په ابنير پسې روان شول او نمرپرېواتو په وخت هغوئ د امه غرۀ ته ورسېدل، کوم چې د جبعون صحرا په لاره د جياح نمرخاتۀ طرف ته دے. ۲۵د بنيامين د قبيلې خلق يو ځل بيا د ابنير نه راتاو شول او د يو غرۀ په سر باندې ودرېدل. ۲۶ابنير يوآب راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”مونږ به د تل دپاره جنګ کوُو څۀ؟ تا ته پته نۀ لګى څۀ چې د دې اَنجام به ډېر خراب وى؟ مونږ ستاسو اِسرائيلى وروڼه يُو. خو هغه وخت به کله وى چې تۀ خپلو سړو له حُکم ورکړې چې په مونږ پسې نۀ راځى؟“ ۲۷يوآب ورته ووئيل، ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، کۀ تا خبرې نۀ وے کړې نو زما سړى به تر سبا سحره پورې په تا پسې درتللے.“ ۲۸بيا يوآب خپلو سړو ته بيګل د نښې په توګه وغږولو چې هغوئ نور په بنى اِسرائيلو پسې نۀ ځى، نو داسې جنګ بس شو. ۲۹ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل. ۳۰کله چې يوآب په هغوئ پسې نور نۀ تلو، هغۀ خپل ټول سړى راغونډ کړل او پته ورته ولګېده چې د عساهيل نه علاوه، نولس کسان غېب وُو. ۳۱خو د داؤد سړو د بنيامين قبيلې د ابنير درې سوه شپېتۀ سړى وژلى وُو. ۳۲يوآب او د هغۀ سړو د عساهيل لاش واخستلو او په بيت‌لحم کښې د خپل خاندان په قبر کښې يې ښخ کړو. بيا هغوئ ټوله شپه مزل وکړو او سحر وختى حبرون ته واپس ورسېدل.