۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو دوېم کِتاب

څلورم باب

د اليشع د يوې غريبې کونډې مدد کول

۱ د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرض‌خوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“ ۲ هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟ ما ته ووايه چې ستا په کور کښې څۀ شته؟“ هغې ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېلو د يو وړوکى لوښى نه بغېر هيڅ هم نشته.“ ۳ اليشع هغې ته وفرمائيل، ”خپلو ټولو ګاونډيانو کره لاړه شه او چې څومره ډېر کېدے شى د هغوئ نه خالى لوښى وغواړه. ۴ بيا تۀ او ستا زامن کور ته لاړ شئ، دروازه بنده کړئ او په لوښو کښې تېل اچول شروع کړئ. چې يو لوښے ډکيږى نو هغه يو طرف ته اېږدئ.“ ۵ نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل. ۶ کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول. ۷ هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“

اليشع او د شونيم مالداره ښځه

۸ يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله. ۹ هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے. ۱۰ راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کيږى.“ ۱۱ يوه ورځ هغه راغلو او د آرام دپاره خپلې کوټې ته وختلو. ۱۲ نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، ۱۳ نو هغۀ جيحازى ته وفرمائيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“ ۱۴ اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“ ۱۵ اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله، ۱۶ اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“ ۱۷ خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو. ۱۸ کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو. ۱۹ ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول. زما سر خوږيږى.“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“ ۲۰ هغه نوکر هلک واپس خپلې مور له بوتلو، او تر هغې پورې يې په غېږ کښې نيولے وو، چې د غرمې په وخت هغه مړ شو. ۲۱ هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه. ۲۲ بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“ ۲۳ خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“ ۲۴ بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“ ۲۵ نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې وفرمائيل، ”ګوره، هغه ښځه د شونيم نه راغله. ۲۶ هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“ ۲۷ خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“ ۲۸ ښځې هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، ما ستا نه زوئ غوښتے وو څۀ؟ ما تا ته نۀ وُو وئيلى چې زما اُميدونه مۀ راپاڅوه؟“ ۲۹ اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“ ۳۰ د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو. ۳۱ جيحازى وړاندې لاړو او د هلک په مخ يې امسا کېښوده، خو هيڅ آواز يا د ژوند څۀ علامت په کښې نۀ وو. نو هغه د اليشع سره مِلاوېدو دپاره واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”هغه هلک خو پا نۀ څېدو.“ ۳۲ کله چې اليشع ور ورسېدو، نو هغه کوټې ته يواځې دننه لاړو او وې ليدل چې هلک په کټ باندې مړ پروت دے. ۳۳ هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو. ۳۴ بيا هغه کټ له لاړو او په هلک ورپرېوتلو، خپله خولۀ يې د هلک په خولۀ کېښوده، سترګې د هغۀ په سترګو او لاسونه يې د هلک په لاسونو کېښودل. بيا هغه د هلک د پاڅه څملاستو، نو هلک ګرمېدو. ۳۵ اليشع پاڅېدو، په کوټه کښې وګرځېدو او واپس لاړو او په هلک باندې څملاستو. هلک اووۀ ځل انټوشى وکړو او بيا يې سترګې وغړولې. ۳۶ اليشع جيحازى راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د هلک مور راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زوئ دې واخله.“ ۳۷ نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه.

دوه نورې معجزې

۳۸ کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه. ۳۹ د هغوئ نه يو کس پټو ته لاړو چې څۀ بوټى راټول کړى. هغۀ د ځنګلى کدو يو بوټے وموندلو او د ځنګلى کدوانو نه يې يوه غېږه راټوله کړه. هغۀ دا راوړل، پرې يې کړل او په ښوروا کښې يې واچول، خو په دې نۀ پوهېدو چې دا څۀ شے دے. ۴۰ ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے. ۴۱ اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه. ۴۲ يو بل ځل، د بعل‌سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“ ۴۳ خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”سلو سړو ته دا خوراک څنګه کېږدم؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”هغوئ له يې ورکړه چې وې خورى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائى چې هغوئ به ورباندې ماړۀ شى او ترې نه پاتې به هم شى.“ ۴۴ نو نوکر روټۍ د هغوئ په مخکښې کېښوده او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغوئ ټولو روټۍ وخوړه او څۀ ترې نه پاتې هم شوه.