د بادشاهانو دوېم کِتاب

دوېم باب

د الياس آسمان ته خېژولے کېدل

۱هغه وخت راغلو چې مالِک خُدائ الياس په يو زورَور باد کښې بره آسمان ته وخېژوى. الياس او اليشع د جِلجال نه روان شول، ۲او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو. ۳د پېغمبرانو يوه ډله د بيت‌ايل نه راووتله، اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو دا خبره مۀ کوئ.“ ۴بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل. ۵د پېغمبرانو يوه ډله چې هلته اوسېده اليشع له لاړه او د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”تا ته پته ده څۀ چې مالِک خُدائ نن ستا نه ستا نېک بوځى؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”آو، ما ته پته ده، خو ښۀ به دا وى چې تاسو ونۀ وايئ.“ ۶نو الياس اليشع ته وفرمائيل، ”دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې د اُردن سيند ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم خورم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ دواړه روان شول، ۷او پنځوس پېغمبران ورپسې لاړل. الياس او اليشع د اُردن سيند سره ودرېدل او هغه پنځوس پېغمبران ترې نه لږ لرې ودرېدل. ۸بيا الياس خپله چُوغه وويستله، راغونډه يې کړه او سيند يې ورباندې ووهلو، اوبۀ په دوه حِصو کښې تقسيم شوې او هغه او اليشع په اوچه زمکه باندې د سيند نه پورې وتل. ۹هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“ ۱۰الياس ورته وفرمائيل، ”تا يو مشکل څيز غوښتے دے، خو چې کله زۀ ستا نه جدا کړے شم او تۀ مې په ختلو ووينې نو دا به تا ته مِلاو شى، خو کۀ تۀ مې ونۀ وينې، نو دا به تا ته نۀ ملاويږى.“ ۱۱کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناڅاپه يوه د اور جنګى ګاډۍ چې د اور آسونو راښکله د هغوئ مينځ ته راغله او يو زورَور باد الياس بره آسمان ته وخېژولو. ۱۲اليشع دا وليدل او الياس ته يې چغه کړه، ”زما پلاره، زما پلاره. ګوره، د اِسرائيل جنګى ګاډو او په دې سوارو کسانو زما نېک يوړو.“ او چې څنګه هغه د نظر نه پناه شو، نو اليشع د غم نه خپلې جامې وشلولې. ۱۳بيا هغۀ د الياس هغه چُوغه راواخستله چې کومه د الياس نه غورزېدلې وه او واپس لاړو او د اُردن په غاړه باندې ودرېدو. ۱۴هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو. ۱۵د يريحو پنځوسو پېغمبرانو هغه وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”د الياس روح د اليشع سره دے.“ هغوئ د هغۀ سره مِلاوېدو له لاړل، د هغۀ په مخکښې زمکې ته د عزت نه ټيټ شول ۱۶او ورته يې ووئيل، ”دلته مونږ پنځوس سړى يُو چې ټول تکړه يُو. راځئ چې لاړ شُو او ستا نېک ولټوُو. کېدے شى چې د مالِک خُدائ روح هغه وړے وى او چرته په غر يا وادۍ کښې يې پرېښے وى.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”تاسو به نۀ ځئ.“ ۱۷خو هغوئ بيا بيا ووئيل نو هغۀ پرېښودل چې لاړ شى. هغه پنځوسو کسانو درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو. ۱۸کله چې هغوئ راواپس شول نو اليشع تر اوسه پورې په يريحو کښې وو. اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”ما تاسو ته وئيلى نۀ وُو څۀ چې مۀ ځئ؟“

د اليشع معجزې

۱۹د يريحو څۀ سړى اليشع له لاړل او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، تا ته پته ده چې دا يو ښۀ ښار دے، خو اوبۀ يې ښې نۀ دى او زمکه يې شاړه ده.“ ۲۰نو هغۀ حُکم وکړو چې، ”په يو نوى لوښى کښې لږه مالګه واچوئ او ما له يې راوړئ.“ نو هغوئ ورله مالګه راوړه، ۲۱او هغه چينې ته لاړو او مالګه يې په اوبو کښې واچوله او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، زۀ دا اوبۀ صفا کوم، نو نور څوک به نۀ مرى او زمکه به شاړه نۀ وى.“ ۲۲او هغه اوبۀ تر اوسه پورې صفا دى، لکه څنګه چې اليشع فرمائيلى وُو چې داسې به وى. ۲۳اليشع د يريحو نه روان شو چې بيت‌ايل ته لاړ شى او په لار کښې څۀ هلکان د ښار نه راووتل او په هغۀ پورې يې ټوقې کولې. هغوئ چغې وهلې، ”د دې ځائ نه لاړ شه ګنجيه.“ ۲۴اليشع راوګرځېدو، هلکانو ته يې وکتل او د مالِک خُدائ په نوم يې په هغوئ لعنت ووئيلو. نو د ځنګل نه دوه مېلوګانې راووتلې او دوه څلوېښت هلکان يې ټوټې ټوټې کړل. ۲۵اليشع د کرمل غر ته روان وو او وروستو سامريه ته راواپس شو.