بل څپرکۍ

د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

پينځم باب

۱نو اے وروڼو او خوېندو، اوس د هغه وختونو او د موقعو په حقله تاسو ته د څۀ ليکلو حاجت نشته چې دا به کله پېښ شى. ۲ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى. ۳کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى. ۴خو اے وروڼو او خوېندو، تاسو په تيارۀ کښې نۀ يئ د هغه ورځ دپاره چې تاسو به لکه د غل په شان حېران کړى. ۵ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو. ۶نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو. ۷ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى. ۸خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو. ۹ځکه چې خُدائ پاک مونږ د غضب دپاره نۀ يُو مقرر کړى، بلکې د دې دپاره چې مونږ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصون بيامومو. ۱۰هغه زمونږ دپاره ځکه مړ شو نو کۀ مونږ ژوندى يُو يا کۀ مړۀ، نو مونږ به ټول د هغۀ سره يو ځائ اوسيږو. ۱۱نو په دې وجه تاسو يو بل له ډاډ ورکوئ او يو بل جوړوئ، څنګه چې په حقيقت کښې تاسو هم دغه شان کوئ.

آخرى نصيحتونه

۱۲خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ تاسو ته مِنت کوُو، چې څوک ستاسو په مينځ کښې خوارى کوى او په مالِک کښې ستاسو لار ښودونکى وى او تاسو ته نصيحت کوى د هغوئ قدر کوئ. ۱۳او د هغوئ د کار په سبب په ډېره مينه د هغوئ ډېر عزت کوئ، او په خپل مينځ کښې په امن و امان ژوند تېروئ. ۱۴او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بې‌زړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ. ۱۵ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ. ۱۶او همېشه خوشحاله اوسئ. ۱۷په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ. ۱۸په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده. ۱۹د روحُ القُدس بل شوے اور مۀ مړ کوئ. ۲۰د چا پېشګويۍ ته سپک نظر مۀ کوئ. ۲۱خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ. ۲۲د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ. ۲۳خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى. ۲۴څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى. ۲۵اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ. ۲۶زما د خوا نه ټولو ايماندارانو ته په پاکې مينې سره سلام ووايئ. ۲۷زۀ تاسو له د مالِک په نوم حُکم درکوم چې دا خط ټولو وروڼو او خوېندو ته واوروئ. ۲۸زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.

بل څپرکۍ