۰:۰۰ / ۰:۰۰

تسالونیکیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

دوهم فصل

په تسالونیکیه کې د پولوس کار او خدمت

۱ای خویندو او ورونو! تاسو خپله پوهېږئ چې تاسو ته زمونږ راتلل بې‌ګټې نه وو. ۲لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ چې په فیلیپي کې زمونږ سره بد چلند شوی ؤ او سپکاوی مو شوی ؤ، خو د سختو مخالفتونو سره سره خدای مونږ ته جرات راکړ چې د هغه زېری تاسو ته درورسوو. ۳ځکه چې ستاسو څخه زمونږ غوښتنه د کوم غلط او ناپاکه نیت له مخې نه ده او نه د چا د غولولو هڅه کوو. ۴بلکې مونږ د هغو کسانو په توګه خبرې کوو چې خدای د دې دپاره وړ وګڼل چې زېری راته وسپاري. نو مونږ د انسانانو د خوشحالولو هڅه نه کوو، بلکې د هغه خدای د خوشحالولو هڅه کوو چې زمونږ زړونه ازمایي. ۵تاسو پوهېږئ چې مونږ هېڅکله چاته غوړه‌مالي نه ده کړې او خدای زمونږ شاهد دی چې زمونږ خبرې د حرص له مخې نه وې. ۶مونږ د هېچا څخه نه دي غوښتي چې زمونږ صفت وکړي، نه ستاسو څخه او نه هم د نورو څخه، ۷که څه هم مونږ کولای شول چې د مسیح د رسولانو په توګه ستاسو څخه کومه غوښتنه وکړو. خو مونږ ستاسو په منځ کې د داسې نرمۍ څخه کار واخیست لکه یوه مور چې په خپل تي رودونکي ماشوم باندې پام کوي. ۸مونږ ستاسو سره دومره مینه وکړه چې نه یوازې دا چې د خدای زېری تاسو ته درورسوو، بلکې دې ته تیار وو چې ستاسو دپاره د خپلو ځانونو څخه هم تېر شو، ځکه چې تاسو په مونږ باندې ډېر ګران وئ.

۹ای خویندو او ورونو! تاسو ته په یادې دي چې مونږ به شپه او ورځ کار کاوه او زحمت به مو ویسته، ترڅو تاسو ته د خدای د زېري اورولو په وخت کې په تاسو کې په هېچا باندې بار ونه اوسو. ۱۰تاسو خپله شاهدان یئ او خدای هم شاهد دی چې زمونږ چلند تاسو ایماندارانو سره څنګه پاک، صادقانه او سم ؤ. ۱۱تاسو پوهېږئ چې مونږ تاسو هر یو سره داسې چلند کړی دی لکه څنګه چې یو پلار یې د خپلو اولادونو سره کوي. ۱۲مونږ به ستاسو څخه غوښتنه کوله او تاسو به مو هڅولئ او ټینګار به مو کاوه، ترڅو داسې ژوند وکړئ چې خدای ته د منلو وړ وي، ځکه چې هغه تاسو ته بلنه درکوي چې د هغه په پاچاهۍ او جلال کې شریک شئ.

۱۳نو مونږ د دې دپاره هم تل د خدای شکر کوو چې کله تاسو د خدای کلام زمونږ د خولې څخه واورېد، نو هغه مو د انسان د کلام په توګه نه بلکې د خدای د کلام په توګه قبول کړ، چې په رښتیا هم همداسې ده، او دا کلام اوس په تاسو ایماندارانو کې کار کوي. ۱۴ای خویندو او ورونو! ستاسو سره هغه څه وشول لکه څنګه چې په یهودیه کې د خدای د کلیساګانو سره چې د عیسی مسیح سره تړاو لري وشول، ځکه چې تاسو د خپلو وطندارانو له خوا هماغه تکلیفونه ولیدل چې هغوی د یهودیانو له خوا لیدلي وو، ۱۵یعنې هغو یهودیانو چې هم یې څښتن عیسی او هم یې پیغمبران ووژل او مونږ یې هم وشړلو. هغوی هم خدای خفه کوي او هم د ټولو انسانانو سره دښمني کوي. ۱۶هغوی کوښښ وکړ چې مونږ پرېنږدي چې غیریهودیانو ته هغه پیغام ورسوو چې د هغوی د خلاصون سبب کیږي. هغوی په دې کار خپل ګناهونه وروستني حد ته رسوي. خو په پای کې به هغوی د خدای په غضب اخته شي.

پولوس غواړي چې یوځل بیا د تسالونیکیانو سره وویني

۱۷خویندو او ورونو! کله چې مونږ ستاسو نه د لږ وخت دپاره بېل کړای شوي وو، بې له شکه نه په جسماني توګه بلکې د زړه څخه مو په ډېر شوق سره کوښښ وکړ چې یوځل بیا تاسو ووینو. ۱۸ځکه چې مونږ غوښتل ستاسو خواته راشو او ما پولوس څو څو ځلې کوښښ وکړ چې راشم، خو شیطان زمونږ مخه ونیوله. ۱۹خو کله چې زمونږ څښتن عیسی بېرته راځي، نو د هغه په حضور کې به زمونږ دپاره کومه هیله، خوشحالي او د ویاړ تاج وي؟ ایا هغه تاسو نه یئ؟ ۲۰په رښتیا چې تاسو زمونږ ویاړ او خوشحالي یئ.