۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ پطروس رسُول اول خط

پنځم باب

دَ خُدائے دَ رمے شپُونتوب

۱په تاسو کښے چه څوک مشران دى، زَۀ دَ هغوئ په شان مشر اَؤ دَ مسيح دَ مُصيبتُونو ګواه اَؤ په ښکاره کيدُونکى جلال کښے شريک هم يم، تاسو ته دا خواست کوم، ۲چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده. په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره، اَؤ دَ ناجائزے ګټے دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ په شوق. ۳اَؤ کُوم خلق چه ستاسو په حواله شوى دى، په هغوئ حُکومت مه چلوئ بلکه دَ رمے دَ پاره نمُونه شئ. ۴اَؤ هر کله چه مشر شپُونکے ظاهر شى نو تاسو ته به دَ جلال داسے سهره درکړے شى چه دَ مړاوے کيدو نۀ ده،

۵اَئے ځوانانو! هم دغه شان تاسو هم دَ مشرانو تابعدار اوسئ، بلکه دَ يو بل دَ خدمت دَ پاره ټول په حليمئ ملا وتړئ ځکه چه

”خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى اَؤ حليمانو ته فضل وربخښى.“ ۶نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى. ۷اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

۸تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى. ۹تاسو په ايمان کښے مظبُوط شئ اَؤ دَ هغۀ مُقابله وکړئ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه ستاسو ورُوڼه چه په دُنيا کښے دى، هم دغه شان مُصيبتُونه زغمى. ۱۰اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى. ۱۱دَ هغۀ قدرت دِ تل تر تله وى! آمين.

آخرى سلامُونه

۱۲ما په سيلوانوس چه زما په خيال کښے ديانتدار ورور دے په لږ شان وليکل، اَؤ تاسو ته مے نصيحت وکړو اَؤ دا ګواهى مے ورکړه چه دَ خُدائے رښتُونے فضل دغه دے، په دے قائم پاتے شئ.

۱۳هغه جماعت چه په بابل کښے ستاسو په شان غوره دے، هغه اَؤ زما زوئے مرقوس تاسو ته سلام وائى. ۱۴يو بل په مينه کښلوئ اَؤ په خپلو کښے سلام وايئ.

تاسو ټول چه دَ مسيح يئ، تاسو ته دِ سلامتى حاصله وى.

بل څپرکۍ