د پطروس رسول اول خط

څلورم باب

د خُدائ پاک د فضل ښۀ خادِم

۱نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو، ۲نو چې تاسو خپل نور پاتې دُنياوى ژوند په انسانى خواهشونو تېر نۀ کړئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق يې تېر کړئ. ۳ځکه چې تاسو خپل کافى ژوند پخوا په هغه څۀ کښې تېر کړے دے څۀ ته چې د بې‌دينه کار وئيلے وو يعنې په عياشۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، په نشه، په ګډا نچا او په ناروا بُت پرستۍ تېر کړو. ۴هغوئ په دې حېران دى چې تاسو نور د هغوئ سره په هغه خرابه ګندګۍ کښې ملګرتيا نۀ کوئ نو ځکه تاسو ته بدرد وائى. ۵خو هغوئ به د دې حساب خُدائ پاک له ورکوى څوک چې د ژوندو او د مړو عدالت کولو ته تيار دے. ۶نو هغه دا چې زيرے هغوئ ته هم اورولے شوے وو څوک چې اوس مړۀ دى چې په جسمانى توګه د هغوئ هم هغه شان اِنصاف وکړے شى لکه څنګه چې د نورو خلقو کيږى چې په روحانى توګه داسې ژوندى پاتې شى لکه چې خُدائ پاک دے. ۷د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ. ۸د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى. ۹د شکايت نه بغېر په خپلو کښې د يو بل مېلمستيا کوئ. ۱۰تاسو هر يو ته خُدائ پاک د خپل روحانى لوئې خزانې نه جدا جدا نعمت درکړے دے. هغه په خپلو کښې د يو بل په خدمت کښې په ښۀ طريقه استعمال کړئ. ۱۱کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.

د ايماندار تکليفونه

۱۲زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. ۱۳بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى. ۱۴کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى. ۱۵خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى. ۱۶اوس کۀ په تاسو کښې څوک د مسيحى په توګه تکليف وزغمى، نو هغه دې دا شرم نۀ ګڼى، بلکې د دې نوم په وجه دې د خُدائ پاک ثنا ووائى. ۱۷ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟ ۱۸او، ”کۀ صادق په مشکله خلاصون مومى نو د بې‌دينه او ګناه ګار به څۀ حال وى؟“ ۱۹نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.